تیر ۲۴ ساعتونه افغانستان کې د کرونا ویروس۴۸ مثبتې پېښې ثبت شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۸ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۲۲ نور ورڅخه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن شنبه جولای۲۵(زمري۴) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۹۶ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۴۸ یې مثبت ثابت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر۳۶۰۳۶ته لوړ شوو.

له یادو پېښو څخه ۳۵ یې کابل، ۶ بلخ او ۷ غزني ولایت کې ثبت شوي دي.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په پنځو ولایتونو کابل، بلخ، تخار، غزني او کندز کې د کرونا ویروس له امله ۲۲ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۲۴۷ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د دې ترڅنګ په په اوو ولایتونو کې له کرونا ویروس څخه ۲۲۰ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۴۷۹۳ تنو ته پورته شوو.

د افغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني تیره اونۍ وویل چې له تیرو دوو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د کروناویروس مثبتې پېښې له ۷۰سلنې څخه تر ۳۰ سلنې راټېټې شوې دي.

هغه ویلي چې د کروناویروس د خپرېدو مخنیوي له پلوه اوس افغانستان په یو ښه حالت کې دی، خو ټينګار یې کړی چې خلک باید په لوی اختر کې د کرونا ویروس مخنیوي په اړه د روغتیا وزارت لارښوونې عملي کړي.

د کرونایروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن شنبې تر ورځې جولای ۲۵مه (زمري ۴) په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ۶۳۹۷۰۴ تنه مړه شوي او څه باندې ۱۵ میلیونه نور ورباندې اخته شوي دي.