تیر ۲۴ساعتونه افغانستان کې ۵۸۱ تنه په کرونا ناروغۍ اخته شوي

تر اوسه افغانستان کې ۱۷۸ تنه کرونا ویروس مړه کړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸۱ نور افغانان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

روغتیا وزارت نن سې شنبه مې۱۹ (غوايي۳۰) ویلي چې په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۶۵۳ تنه لوړ شو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۵ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۷۸ تنو او ۴۹ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۸۵۰ تنه ورسېد.

په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر پر داسې مهال لوړیږي چې د کابل په ګډون ځینو لویو ښارونو کې قرنطین په نسبي توګه مات شوی دی.

د کوچني اختر د سودا اخیستلو په خاطر په ښارونو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

تر دې مخکې د افغانستان روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې له کرونا ویروس څخه دخوندیتوب په هدف خلک باید له بېځایه ګرځېدو او په یوه ځای کې له راټولېدو څخه ډډه وکړي.

بلخوا د افغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز د کووید ـ۱۹ دوهم معاینات منفي ثابت شوي دي.

نوموړی روانه میاشت په کووید ـ ۱۹ ناروغۍ اخته شوی او په خپل کور کې قرنطین و.

روغتیا وزارت تیره شپه ویلي چې اوس مهال د ښاغلي فیروز روغتیا د ډاډ وړده او ډېر ژر به خپلې دندې ته ستون شي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو او تر اوسه د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته رسېدلې ده.

په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د سې شنبې ورځې مې ۱۹(غويي۳۰) پورې د نړۍ په کچه څه باندې۳۱۸۵۹۹ تنه مړه کړي او څه باندې څلور میلیونه پرې اخته شوي دي.