آیا کروناویروس په ماشومانو کې نوې ناروغي پیدا کړې؟

د برتانیا د روغتیا وزیر وايي‌ دا ناروغې باید دقیقه مطالعه شي

د برتانیا د روغتیا وزیر وايي په ماشومانو کې د یوې بیخي نوې ناورغۍ په اړه، چې ښايي د کرونا له کبله وي، خورا خواشینی دی.

د برتانیا د روغتیا وزارت وايي ځینې ماشومان د یوې ناروغۍ د غیرعادي نښو نښانو له کبله د جدي څار او مراقبت په خونو کې بستر شوي دي.

دغه ماشومان د نورو ستونزو تر څنګ د خیټې درد لري‌ او د زړونو شاوخوا یې التهابي او میکروبي شوې ده.

د برتانیا د روغتیا وزیر مت هنکاک وايي چې دا بیسارې نښې نښانې باید مطالعه او وڅېړل شي. هغه وویل "زه د دغو ناروغیو د بیسارو ابتديي‌ نښو نښانو په اړه اندېښمن یم. د ماشومانو د بدن د دفاعي سیستم ځواب/فعالیت اغیزمن شوی او دا کار جدي‌ ناروغي پیدا کړې ده."

نوموړي وویل دغه ماشومان معاینه شوي چې ځینې یې د کرونا په ویروس اخته دي‌ او ځینې نور یې نه دي.

د برتانیا د ګاردین ورځپاڼه وايي تر دې دمه ۱۲ ماشومان د دغې ناروغۍ له کبله په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د کروناویروس د خپرېدو له پیل راهېسې په دغه ویروس د ځینو ماشومانو داخته کېدو راپورونه ورکړل شوي خو د کروناویروس د خپرېدو په اوج کې په ماشومانو کې دا ډول نوې ناروغۍ یوه بله جدي‌ ستونزه بلل کیږي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ دډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې پیدا شو او اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې خپور دی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون وايي‌ چې تر دې دمه د کرونا له کبله شاوخوا ۲۱۱زره کسان مړه شوي او څه باندې ۳.۱ میلیون نور انسانان پرې اخته دي.