تازه څیړنه: کلسټرول کموونکي درمل د زړه د ناروغۍ مخنیوی هم کوي

ډاکټران وایي که د ورځې د ستاتین یوه ګولۍ وخوړل شي، د زړه د ناروغۍ مخه نیسي.

په یوې تازه نړیوالې څیړنې کې معلومه شوې هغه دواګانې چې د انسان په وجود کې کلسترول کموي، د زړه ناروغۍ خطر هم کوي. څیړونکي وایي که یوه ګولۍ هم د ورځې وخوړل شي، د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو خطر ډیر زیات کمیږي.

په نړۍ کې شاوخوا یو میلیارد خلک د زړه په ناروغۍ اخته دي. یوه تازه څیړنه چې امریکایي او نړیوالو ډاکټرانو په ګډه کړې، دې نتیجې ته رسیدلي چې هغه کسان چې د زړه ناروغۍ ونلري، که چیرته یوه ګولۍ د ورځې وخوري، پدې ناروغۍ د اخته کیدو خطر پکې ډیر زیات کمیږي.

پدې تازه څیړنې کې معلومه شویده چې په روان میلادي کال کې به شاوخوا اولس میلیونه خلک د زړه او رګونو د ناروغیو له وجې ومري. په امریکا کې هم ګڼ شمیر کسان د زړه د ناروغۍ او یا د رګونو د بندیدو له وجې مړه کیږي.

د روغتیايي چارو مسؤلین وایي چې په هرو دریو امریکایانو کې یو یې د زړه ناروغي وژني. دا چې په امریکا او ټولې نړۍ کې بیخی زیات خلک د زړه او رګونو د بندیدو په ناروغۍ اخته دي، یوه ډله چې د امریکا د وقایوي خدماتو کاري ځواک نومیږي، د دغو ناروغیو د عواملو په هکله او دا چې څنګه یې مخه نیول کیدی شي، څیړنه کړیده.

د همدې کاري ډلې یوه غړي ډاکټر ډوګلاس اوینز د نوې څیړنې په هکله امریکا غږ ته داسې وویل: " د زړه او رګونو د ناروغۍ د پیدا کیدو ځیني مهم عوامل لوړ کولسټرول یا په وینه کې زیات غوړ پیدا کیدل دي، نور عوامل یې د وینې لوړ فشار، د سګریټو څکول، د شکرۍ ناروغۍ او پخپله د انسان د عمر زیاتیدل دي. "

ډاکټران وایي یو عامل یې دا هم کیدلی شي چې د کورنۍ کوم غړي دغه ناروغي درلودلي وي. د زړه او رګونو په ناروغۍ د اخته کیدو د مخنیوي لپاره ډاکټران هغو کسانو ته چې پدې ناروغۍ د اخته کیدو د خطر سره مخ وي د "ستاتین" په نامه ګولۍ ورکوي. دغه ګولۍ په اصل کې کلوسټرول یا په وینه کې د غوړو اندازه کموي.

ډاکټر اوینز پدې هکله امریکا غږ ته داسې وویل "ستاتین یو درمل دی چې په ځیګر کې د کلوسټرول د تولید اندازه کموي. اصلي کار یې په وینه کې د ایل ډي ایل یا په اصطحلاح خراب کلوسټرول کموي".

دغو ډاکټرانو وړاندیز کړی چې هغه کسان چې عمرونه یې د څلویښتو کالونو نه پورته وي او د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو د خطر سره مخ وي، باید چې هره ورځ یوه د ستاتین ګولۍ وخوري.

ډاکټرانو دغه تازه سروې د نړۍ د شپږو لویو وچو په یوویشتو هیوادونو کې د بیلا بیلو نژاد لرونکو خلکو سره کړیده چې سړي او میرمنې دواړه پکې شاملې دي.

ډاکټر اوینز وایي دغه ټول کسان د زړه او رګونو د خطر سره مخ و او ډیر امکان یې درلود چې د پنځو کالونو په دوران کې به ناروغه شي خو وایي هغو کسانو چې د ورځې یوه دانه د ستاتین ګولۍ یې خوړله، په هغوي کې د زړه حملې، مغزي سکتې او نورې د زړه پورې تړلې ناروغۍ څلورویشت په سلو کې کمې شوې وې.