د مهاجرینو نوې څپه: ۱۱ میاشتو کې ۵۷۰۰۰ کسان ایټالیا ته رسېدلي

ایټالیا ته تلونکي ډیری دا مهاجرین د مصر اوسیدونکي دي.

سره لدې چې د ژمي په موسم کې په سمندر کې د توپان خطر ډیر وي خو بیا هم مهاجرینو او پنا غوښتونکو په اروپایي هیوادونو کې د ښه ژوند په لټه کې همدې خطرناک سفر ته زړه ښه کړی.

چارواکي وایي چې یوازې تیره ورځ یکشنبه نومبر ۱۴ (لړم۲۳) څه باندې ۶۰۰ مهاجر چې ډیری یې مصریان دي، د سمندر د لارې ایټالیا ته رسیدلي دي.

پدې تیرو څو اوونیو کې ایټالیا ته د کښتیو د لارې د مهاجرینو ورتګ ډیر شوی او دا کار به د صدراعظم ماریو ډراګي په حکومت فشار لا ډیر کړي چې د مهاجرینو د مخنیوي لپاره د اروپایي ټولنې له نورو غړو هېوادونو سره تړون او موافقه وکړي.

په ایټالیا کې چارواکي وایي چې ساحلي ګارد تېره شپه نژدې ۳۰۰ سړي او هلکان چې د کب نیولو په کښتۍ کې سپاره وو، د هیواد په جنوبي ساحل کې د ډوبیدو نه ژغورلي دي. ژغورل شوي کسان اکثریت مصریان دي او د روسیلا جونیسا بندر ته وړل شویدي.

دغو چارواکو ویلي چې څو ساعته وروسته یې ۲۱۲ نور مهاجرین چې ډیری یې مصریان او د سوریې اتباع دي په یوې بلې کښتۍ کې د ډوبیدو نه ژغورلي دي.

همدارنګه ۱۱۳ نور مهاجرین چې اته میرمنې هم پکې وې او په دوه کښتیو کې سپاره وو، د مدیترانیې بحیرې د لارې د لامپي دوسا ټاپو ته رسیدلي دي. سیمه ایزو مطبوعاتو ویلي چې پدې کسانو کې ځیني یې د تونس اتباع وو.

په ایټالیا کې چاراکي وایي چې د ۲۰۲۱ د پیل څخه نیولې د نومبر تر ۱۲ نېټې پورې څه باندې ۵۷زره مهاجرین ایټالیا ته رسیدلي پداسې حال کې دا شمیره د ۲۰۲۰ کال په همدې نیټې کې تقریباً ۳۱زره وه.

د ایټالیا ښي اړخي ګوندونه د کورنیو چارو وزارت ملامتوي چې د مهاجرینو د مخنیوي لپاه کافي اقدامات نکوي.

خو د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت بیا د مهاجرینو د مخنیوي لپاره د نورو اروپایي هیوادونو سره د همغږي په ډیروالي ټینګار کړی.

د کورنیو چارو وزیر ښاغلي ډراګي چې د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون او د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل یې تر څنګ ولاړ وو، خبریالانو ته وویل، " هغه څه چې معلوم دي دا دي چې ایټالیا ته د دې راتګ دوام وضعیت بې ثباته کوي."