نوی واکسین به د ملاریا په وجه مړینې ۷۰فیصده راکمې کړي - پوهان 

بریتانوي پوهانو چې د ملاریا نوی واکسین یې تولید کړی ددې واکسین په ګټورتیا باندې په ټینګار سره ویلي چې دا واکسین ښایي تر ۲۰۳۰ کال پورې د ملریا له کبله د مړینو کچه ۷۰فیصده راکمه کړي.

د دې واکسین د اغیزمنتیا په اړه وړاندوینې په داسې حال کې کیږي چې په افریقا کې یې کلینیکي آزموینې د دې پرازیتي ناروغۍ په وړاندې د ماشومانو په ساتنه کې خورا اغیزمنې ثابتې شوي دي.

د دې ازموینو پایلې به د دې میاشتې په پای کې د روغتیا نړیوال سازمان ته وړاندې شي، خو د دغه واکسین تولیدونکې شرکت همدا اوس اقدام پیل کړی چې د کال تر پایه ۲۰۰ میلیونه دوزونه واکسین تولید کړي. د دغه واکسین د هر ډوز بیه څه کم پنځه پونډه (شاوخوا شپږ ډالره) ده.

د اکسفورډ پوهنتون پروفیسور اډرین هیل چې د دې څیړنې مشر و نوې موندنې یې په زړه پورې وبللې او وویل: "انسانانو له یوې پیړۍ راهیسې د ملاریا واکسین د جوړولو هڅه کوله. شاوخوا ۱۴۰ ډوله ملاریا واکسینونه ازماویل شوي دي. زه باور لرم چې دا موندنې د ملاریا واکسین په اړه د اوسني عصر تر ټولو ښه معلومات دي."

د افریقا د صحرا په جنوب کې د پرتو هیوادونو له ۴۰ میلیون څخه زیات ماشومان د ملاریا له سخت او معتدل خطر سره مخامخ دي. په هرو ۷۵ ثانیو کې تر پنځو کالو لاندې عمر یو ماشوم د ملاریا له وجې مړ کیږي.

د نوې څیړنې د موندنو له مخې چې په لنسټ طبي ژورنال کې خپرې شوې، د دې څیړنې د یوې برخې په توګه، څیړونکو په بورکینا فاسو کې درې ډوزه نوی واکسین د یو بل نه د څلور اونیو په واټن کې او یو تقویتي دوز واکسین د ۱۲ میاشتو وروسته ۴۰۹ ماشومانو ته تطبیق کړ. یو کال وروسته، دا وموندل شول چې دې واکسین په ازمایل شویو کسانو کې د ملاریا پیښې څه دپاسه ۸۰فیصده کمې کړې دي.

د څلورو افریقایي هیوادونو د ۴۸۰۰ ماشومانو په اړه بشپړ معلومات به چې دا نوی واکسین پرې تطبیق شوی د دې میاشتې په پای کې د روغتیا نړیوال سازمان ته وړاندې شي. خو د دې واکسین د ویش او تطبیق د اجازې تمه د راتلونکي کال له پیل څخه مخکې نه شي کیدای.

د هند د سیرم انسټیټیوټ، چې د نړۍ ترټولو لوی واکسین تولیدونکی دی، موافقه کړې چې د راتلونکي کال څخه په کال کې ددې واکسین ۲۰۰ ملیون ډوز تولید کړي.

بریتانوي څېړونکو د نړۍ له بډایه هېوادونو غوښتي چې د ملاریا د کنټرول پروګرام او د دې ناروغۍ د واکسین د تولید چارې تمویل کړي.

ملاریا یوه پرازیتي وژونکې خو د مخنیوي وړ او د درملنې وړ ناروغي ده چې د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۰ کال کې په ټوله نړۍ کې څه باندې ۲۴۱ میلیونه کسان پرې اخته شوي وو.

د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی چې په ۲۰۲۰ کال کې څه دپاسه ۶۲۷ زره کسان د ملاریا له امله مړه شوي چې اکثر قربانیان یې د افریقايي هېوادونو ماشومان او تنکي ځوانان وو.

د دغه سازمان موندنو ښودلې چې په ۲۰۲۰ کال کې د ملاریا له امله شاوخوا ۹۵ سلنه پېښې او ۹۶ سلنه مړینې په افریقا کې ثبت شوي چې ۸۰ سلنه قربانیان یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان وو.