حکومت د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره ملي میکانیزم جوړ کړی

حکومت وایي انساني قاچاق یوه لویه ستونزه ده.

د عدلیې وزارت وایي په افغانستان کې لا هم انساني قاچاق یوه لویه او د اندیښنې وړ ستونزه ده.دغه وزارت وایي د انساني قاچاق د قربانیانو په اړه که څه هم دقیقې شمیرې نشته خو د تیرو کلونو په پرتله دغه برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

په داسې حال کې چې لا هم په افغانستان کې د انساني قاچاق مسله لویه ستونزه ګڼل کیږي، افغان حکومت د دغې ستونزو د راکمولو او له منځه وړلو لپاره له قاچاق څخه د بیرته ګرځو ملي میکانیزم او د قربانیانو د ثبت آنلاین سیستم جوړ کړی دی.

د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د یکشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل، که څه هم دغه وزارت د انساني قاچاق د قربانیانو په اړه کومه دقیقه شمیره نه لري، خو دغه سیستم او میکانیزم به په دغه برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي انورله انساني قاچاق څخه د قربانیانو د بیرته راګرځیدلو او چار چلند په اړه وویل

"موده مخکې له بده مرغه له قربانیانو سره د امنیتي ځواکونو چلند ډیر ناوړه وه، یو قرباني نه شو کولای چې خپل پاسپورت بیرته ترلاسه کړي او کوم بل هیواد ته سفر وکړي دې دوې تر جدي ساتنې لاندې وه".

د مهاجرت نړیواله اداره یا ای او ایم وایي، چې له انساني قاچاق څخه د قرباني شوو کسانو د رجعت یا بیرته ګرځولو میکانیزم له مخې به د انساني قاچاق له قربانیانو سره مرسته وشي.

د ای او ام ادارې یو غړي حیدر نادر د دغه میکانیزم په اړه وویل" له انساني قاچاق سره موثره مبارزه وشي، د انساني قاچاق له قربانیانو ملاتړ او د مربوطه اداراتو تر منځ همغږي د دغه میکانیزم له اصلي موخو څخه دي".

د انساني قاچاقو پر وړاندې د مبارزې شبکې مسول احمد شبیر ساپی د دغه سیستم جوړول د انساني قاچاق په مبارزه کې لوې ګام ګڼي او وایي، چې د دغه سیستم په عملي کولو سره به د انساني قاچاق د قربانیانو په شمیر کې کموالی راشي.

"مشخصا داسې رجعتي سیسم موجود نه وه، د عدلیې وزارت کارمندان نه پوهیدل چې دا قضیې چیرته ثبت کړي او قربانیان چیرته وسپاري".

افغان حکومت په داسې حال کې له انساني قاچاق سره د مبارزې لپاره ګام پورته کوي، چې له دې وړاندې د عدلیې وزارت ویلي وه، چې په افغانستان کې د ملي امنیت ریاست لخوا د انساني قاچاق ۱۰۶ ډلې پیژندل شوي دي.