یو موبایل چې څو اونۍ خپل چارج ساتي

سږکال د موبایلونو په نړیوال نندارتون کېچي د هسپانیې په بارسلونا ښار کې د فبروری له ۲۵مې څخه تر ۲۸مې پورې وشو، د یوه نوي موبایل څخه پرده لرې شوه.

دغه نوی موبایل چې کولی شي تر څو اونیو پورې چارج وساتي د انرجایزر او اوانیر شرکت لخوا په ګډه تولید شوی دی.

نن سبا موبایلونه په اوسط ډول ۳۰۰۰ ملي امپیر چارج ساتي، خو د انرجایزر له شرکت له خوا جوړ شوی دغه موبایل بیا د دوي په پرتله شپږ ځلې زیات یعنی ۱۸۰۰۰ ملي امپیر چارج ساتي.

دغه موبایل چي د P18K Pop په نوم یادیږي، کله چې په یو مکمل ډول چارج شي، کولی شي تر ۹۰ ساعتونو پورې په دوامداره توګه کار وکړي. تر ۱۰۰ دوامداره ساعتونو پورې کولی شي په کې موسیقي واوریدل شي او که چیرته د موسیقۍ، ویډیوګانو او یا ګیمونو لپاره ونه کارول شي نو تر ۵۰ ورځو پورې چارج ساتلی شي. دغه موبایل نور موبایلونه هم چارجولی شي.

خو ددغه موبایل اندازه غټه ده او همدغه ځانګړتیا یې یواځينی ستونزه ده. ددغه موبایل ضخامت ۱۸ ملي متره دی چې د سامسونګ او آیفون تلفونونو په پرتله دوه چنده دی.

سره له دې چې دغه موبایل د پتلون په جیب کې ځاییږي خو ډیر خلک وایي چې د اوږدې مودې لپاره یې په جیب کې ساتل ښایي کاروونکی ستړی کړي او ښه به وي چې په بکس کې ویوړل شي.

د دغه موبایل د شیشې اندازه ۶.۲ انچه ده او چټکتیا یې ۶ ګیګابایټه ده. همداراز ددغه موبایل حافظه ۱۲۸ جي بي ده او دوه سیمکارټونه په کې کاریدلی شي. د انرجایزر د کمپنی دغه تولید پنځه کامرې لري چې دوه یې مخکې او درې یې شا ته دي.

د انرجایزر کمپنی د دغه موبایل د تولید لپاره لا هم د مالي ملاتړ په لټه کې ده، خو د موبایلونو په نړیوال نندارتون کې یې یادونه کړې چې دغه موبایل به سږکال د جون میاشتې پورې بازار ته وړاندې کړي.