افغان کمانډو ځواکونو په کندوز کې عملیات پیل کړي

دا عملیات په کندوز کې د طالبانو د ځپلو لپاره پیل شویدي.

افغان کمانډو ځواکونو د کندوز په چاردره ولسوالۍ کې د طالبانو د له منځه وړلو په خاطر د پامیر ۱۷ په نامه عملیات پیل کړي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسولینو ادعا کوي چې په کندوز کې په تازه عملیاتو کې د طالبانو د سرې قطعې معاون طالب شاه وژلی او له څو کلیو یې وسله وال طالبان په شا کړي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مطبوعاتو مرستیال، نصرت الله جمشیدي امریکاغږ ته وویل چې د کندوز په چاردره کې یې له پرون راهیسې عملیات پیل کړي " د پامیر ۱۷ په نامه عملیات مو د چاردرې په ولسوالۍ کې پیل کړي، مخالفو وسله والو د عملیاتو په پیل کې تلفات درلوده، دغه عملیات د چاردرې د تصفیه کولو لپاره پیل شوي او روان به وي."

د دولت مخالف وسله وال طالبان بیا ادعا کوي چې تیره شپه یې د تلوکې په سیمه کې د ملي اردو پر پوسته په برید کې ۲۰ تنه افغان سرتیري وژلي دي، خو ښاغلي جمشیدي بیا د طالبانو له دغې حملې ناخبري ښيي.

د کندوز د چاردرې یو تن اوسیدونکی په دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په اړه وايي چې په جګړه کې د عامو خلکو کورونه ویجاړیږي.هغه زیاتوي چې طالبان دخلکو په کورونو کې سنګرونه جوړوي او په جګړه کې زیان عامو خلکو ته اوړي " د چاردرې په نهرصوفي، غونډۍ کلي او قریه یتیم کې جګړه ده، بیګا شپه هم سخت بمبار وشو، خو په جګړه کې زیات تاوان عامو خلکو ته اوړي."

د چاردرې د نهر صوفي یو تن اوسیدونکی چې له نوم ښودلو یې ډډه کوله ویل یې چې طالبان هڅه کوي د خلکو په کورونو کې سنګرونه جوړ کړي چې دولت یې بمبار کړي او د خلکو او دولت تر منځ فاصله رامنځ ته کړي، هغه ویل چې ددوي د کورونو د ویجاړولو اصلي عاملین وسله وال طالبان دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسولینو له کندوز پرته په بغلان کې د البرز ۲۲ د عملیاتو یادونه هم کوي او زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې ۷ تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.

نصرت الله جمشیدي دا هم وايي چې د بدخشان ولایت د جرم په ولسوالۍ کې یې د هوايي بمبار په نتیجه کې ۱۵ تنه وسله وال خارجي اتباع وژلي او ۱۱ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د بدخشان چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې له تیرو څو کلونو راپه دیخوا خارجي وسله وال اتباع د دولت پر ضد جنګیږي او سیمه ییز خلک یې له ځان سره ملګري کړي دي.

په تیره یوه میاشت کې د طالبانو د یوې ځانګړې وسله والې ډلې له خوا دا دریم ځل دی چې د محلي پولیسو او ملي اردو پر امنیتي پوستو بریدونه کیږي او په ترڅ کې هر ځل له اته څخه تر لسو پورې سرتیري وژل کیږي.

د کندوز د ولایتي شورا غړي وايي چې طالبان په مجهزو وسلو سنبال دي، چې د وسلو غږ یې نه اوریدل کیږي او د شپې له دروبینونو څخه هم په جګړه کې استفاده کوي.