احدي: نظام د مشروعیت لپاره دې مخکې له وخته ټاکنې وشي

ښاغلی احدی د تیر افغان حکومت لومړنی چارواکی دی چې د ملي یووالي د حکومت پر وړاندې یې سیاسي جبهه جوړه کړې ده

د افغانستان د نوې ملي جبهې په نوم د یو شمیر سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو ترمنځ جوړې شوې جبهې مشرانو نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په خپله لومړۍ غونډه کې د افغانستان د حکومت په وړاندې د مخالفې سیاسي جبهې په توګه خپل شتون اعلان کړ.

د دغې جبهې مشرانو وویل چې د افغانستان خلک په خپلې راتلونکي باندې بې باوره شوي او داځکه چې د دغې جبهې د مشرانو په وینا خلک پر افغان حکومت بې باوره دي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي وویل چې د ملي یووالي په نوم حکومت نه مشروعیت لري، نه کاري کفایت او نه هم صداقت.

ښاغلی احدي وایي چې د حکومت له کاره د یو نیم کال د تیریدو وروسته د افغانستان خلک نور له دغه حکومت څخه د اصلاحاتو د راوستلو تمه نه کوي او د همدې امله دا جبهه د جمهوري ریاست لپاره مخکې له وخته د ټاکنو ترسره کولو غوښتنه کوي.

د دغې جبهې مشر انوارالحق احدي په نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د جمهوري ریاست لپاره په افغانستان کې مخکې له وخته د ټاکنو منطق ومني او افغانانو سره د ټاکنو په ترسره کولو کې مالي، تخنیکي او امنیتي برخو کې مرستې وکړي.

ښاغلي احدي وویل "مونږ د ځینو مرسته کوونکو استدلال چې وایي په افغانستان کې د اوسني حکومت پرته بل بدلیل نشته یو اخلاقي دریځ نه ګڼو ".

ښاغلي احدي د ټاکنیزو کمیسیونونو اصلاحات د راتلونکو ټاکنو لپاره ډیر ضروري وبلل وې ویل چې غیر شفافې ټاکنې د افغانستان نظام د ګواښ سره مخ کوي.

انوارالحق احدي د نړیوالو مرسته کوونکو وغوښتل چې د ملي یووالي حکومت ته افغانستان د قوانینو د سرغړونې امکانات برابر نه کړي.

هغه د ملي یووالي حکومت غیر قانوني وباله وې ویل چې په اساسي قانون کې د اجرائیه ریاست صلاحیتونه نه شته دی.

د ډیرو هڅو سره سره مو د ښاغلي احدي د غوښتنو او نیوکو په هکله د افغان حکومت دریځ ترلاسه نه شو کړای.

سوله د پاکستان له لارې ممکنه نه ده

احدي د سولې د ټینګیدو په برخه کې د افغان حکومت په هڅو هم خبرې وکړې او وې ویل چې افغان حکومت ته په کار نه دي چې د سولې د ټینګیدو په برخه کې یوازې پاکستان ته منتظر پاتې شي.

ښاغلي احدي وویل " د افغانستان نوې ملي جبهه په دې نظر ده چې د حکومت د تیرکال د سولې ستراتیژي یعنې سوله د پاکستان له لارې او یا سوله یوازې د پاکستان په زور ناکامه ستراتیژي ده".

هغه له افغان حکومت وغوښتل چې په دې برخه کې یوه ستراتیژي وړاندې کړي ترڅو په هیواد کې پرې یوه اجماع رامنځ ته شي.

هغه وویل چې په کار دي په اساسي قانون باندې معامله ونه شي.

خو انوارالحق احدي وویل چې د لنډ وخت لپاره کیدای شي مخالف وسله وال د سولې په خاطر په واک کې شریک کړای شي.

همداشان ښاغلي احدي افغان حکومت خلکو ته د کار د مندلو او په اداره کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخو کې ناکام وباله.

د ټاکنو په نږدې کیدو سیاسي ائتلافونه زیاتیږي

د افغانستان د نوې ملي جبهې چارواکي وایي چې په دغه جبهه کې اته ګوندونه او د مدني ټولنې یوشمیر فعالین او د افغانستان د ملي شورا یو شمیر غړي برخه لري.

ددغې جبهې وړاندې د افغانستان د حراست او ثبات په نوم یو شورا چې زیات شمیر د پخوانیو مجاهدینو مشران او چارواکي او د حامد کرزي د حکومت زیات شمیر پخواني چارواکي په کې راټول شوي هم په افغانستان کې فعالیت پیل کړی دی.

د افغانستان د حراست او ثبات شورا وایي چې دا شورا به د راتلوونکو جمهوري ریاست او پارلماني ټاکنو کې هم خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

همداشان د پخوانیو مجاهدینو یو شمیر ډلو او پخوانیو چارواکو د ملي او جهادي ګوندونو د عالي شورا یوه بله شورا هم جوړه کړې ده.

د افغانستان د چارو کارپوهان وایي چې د پارلماني ټاکنو په رانږدي کیدو کیدای شي نورې دغسې سیاسي جبهې هم د ټاکنو دمخه جوړي شي.