د عراق نوي‌ صدراعظم لوړه وکړه، خو مظاهره چیان یې نه مني

د عراق په مظاهرو کې شاوخوا ۵۰۰ کسان مړه شوي

په عراق کې نوي صدراعظم محمد توفیق علوي د یکشنبې په ورځ (فبروري۲) لوړه وکړه او کار یې پیل کړ.

د عراق ولسمشر د افراطي شیعه مشر مقتضی الصدر او له ځینو ایران پلوه سیاسي ډلو سره د یوې معاملې په نتیجه کې توفیق علوي د دغه هېواد صدراعظم وټاکه. ایران د عراق د حکومت دا کار ستایلی دی.

د عراق مخکنی صدراعظم په عراق کې د مظاهرو له کبله له دندې لاس په سر شوی و.

خو په بغداد کې په زرګونو عراقیانو بیا هم مظاهرې وکړې او د حکومت دا پرېکړه یې وغندله. مظاهره کوونکو د توفیق علوي‌او مقتضی الصدر پر ضد هم شعارونه ورکړل. هغوی له ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې څخه هم وغوښتل چې د دوی ننګه دې وکړي.

په همدې حال کې مقتضی الصدر په خپل ټویټر کې د عراق له امنیتي ځواکونو غوښتي چې د هغو خلکو مخه دې ونیسي‌ چې لارې او سړکونه بندوي.

ده همدغه راز د عراق د معارف له وزارت څخه وغوښتل هغه زده کوونکي دې مجازات کړي‌ چې په مظاهرو کې برخه اخلي.

مقتضی الصدر د حکومت پر ضد د تېرو مظاهرو ننګه کوله. د هغه ملاتړو د نوي صدراعظم د لوړې تر مراسمو لږ مخکې په بغداد کې پر مظاهره کوونکو په لرګیو او کوتکونو برید وکړ.

په عراق کې تېرکال د ملکي خدمتونو د کموالي، کار د نشتوالي، په حکومت کې د فساد د موجودیت او خراب اقتصادي‌ وضعیت له کبله زرګونو خلکو مظاهرې پیل کړې.

راپورونه وايي‌چې په هغو مظاهرو کې شاوخوا ۵۰۰ کسان د امنیتي‌ ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.