اروپا کې د کرونا د نوې بڼې له کبله تازه محدودیتونه

د کرونا نوې بڼې په اروپا کې ګڼ شمیر ناروغان کړي.

په ډنمارک کې چارواکو د جمعې په ورځ د کرونا وبا د نوې بڼې د خپریدو د مخنیوي لپاره د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو او راټولیدو نوي محدودیتونه پداسې حال کې وضع کړل چې ګڼ شمیر نور اروپایي هیوادونه هم د سفرونو په بندولو او نورو اقداماتو غور کوي.

د کرونا نوې بڼې په بریتانیې کې په هماغې اندازې ډیر کسان ناروغ کړي څومره چې د ۲۰۲۱ کال په پیل کې دغه ویروس ناروغان کړي و. خو یوازې بریتانیه نه بلکې په څو نورو اروپایي هیوادونو او متحده ایالاتو کې هم د نوې بڼې قضیې په ډیریدو دي.

د ډنمارک صدراعظمې میته فریدریکسن د نویو محدودیتونو په هکله په خبري کنفرانس کې وویل چې په مغازو کې د خلکو شمیر محدود کیدل،د کنفرانسونو د مرکزونو، سینماګانو او نوور نندارتونونو تړل کیدل او په اکثریت ځایونو کې په اجباري توګه د ماسکونو تړل کیدل په نویو بندیزونو کې شامل دي خو لومړی باید دا بندیزونه د پارلمان لخوا ومنل شي.

په ډنمارک کې د کرونا نوې بڼې (اومیکرون) یوازې تیره ورځ ۱۱۵۵۹ کسان ناروغ کړل. د دې هیواد روغتیایي مسؤلینو ویلي چې د وبا دې نوې بڼه چې د پخوانیو بڼو په پرتله ډیره سرایت کیدونکې ده، په هرو پنځو قضیو کې یوه یې د همدې نوې بڼې ده.

د ډنمارک تر څنګ په آیرلنډ او جرمني کې هم د کرسمیس د رخصتیو نه وړاندې چارواکي په نویو بندیزونو غور کوي. تر دې وړاندې فرانسې د بریتانیې څخه چې د کرونا نوې بڼه پکې په پراخه توګه خپره شوې،د خلکو په تګ راتګ بندیز ولګاوه.

د جرمنیې د عامې روغتیا د وزارت ویاند د جمعې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې ښایي تر دې وروسته به هغه مسافر د دوو اونیو لپاره قرنطین شي چې د بریتانیې څخه دې هیواد ته سفر کوي.

د جرمني تر څنګ د پرتګال د عامې روغتیا وزیر هم د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اومیکرون د بڼې قضیې ورځ په ورځ دوه چنده ډیریږي او د ډسمبر میاشتې تر پایه به ښایي ۸۰ په سلو کې ناروغان چې د کرونا په وبا اخته شوي، د همدې نوې بڼې وي. په اوس کې وخت پدې هیواد کې د کرونا د وبا یوازې ۲۰ په سلو کې د اومیکرون د بڼې ناروغان دي.