ننګرهار کې داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې له طالبانو څخه تازه ځینې سیمې نیولي

د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ د ننګرهار خوږیانو ولسوالۍ کې د تیرو دوو میاشتې راهیسې جګړې پیل شوي دي.

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي خوږیاڼو ولسوالۍ کې نن د جمعې د ورځې له سهار راهیسې یو ځل بیا د داعش او طالبانو تر منځ سخته جګړه پیل شوې او داعش وسله والو په دغه ولسوالۍ کې له طالبانو څخه ځینې مهمې سیمې نیولي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د خوږیاڼو ولسوالۍ وزیرو کې د پیره خېلو او مورګۍ سیمو کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلو تر منځ سخته جګړه روانه ده چې داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې طالبان یو څه راشاته کړي دي.

نوموړی وايي چې تر اوسه دواړو غاړو ته د اوښتو تلفاتو په اړه راپور نه دی ور رسېدلی.

یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې څلور واړه کلي له طالبانو څخه نیولي او د دغې ډلې وسله وال لاهم د پرمختګ په حال کې دي.

سیمه کې د محلي پولیسو یو قوماندان وايي چې د طالبانو مهمه قرارګاه چې په کمبو ساحه وه هغه هم داعش ونیوله او جګړه د ولسوالۍ پر لور روانه ده.

د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې اکثره کورنۍ لا له وړاندې له سیمې وتلي او په ‌‌‌‌‌‌ډېرو منطقو کې یوازې وسله وال سړي په سیمو کې پاتې دي.

تر اوسه داعش او طالبانو ډلو د تازه جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خوږیاڼو کې د تېرو دوو میاشتو راهیسې حالات ترینګلي شوي چې یوازې له وزیرو تنګي څخه په سلګونو کورنیو د ننګرهار ولایت نورو خوندي ساحو ته کډې کړي دي .

د داعش د وسله والو او طالبانو ترمنځ له روانو جګړې وړاندې د وزیرو سربېره د خوږیاڼو اکثرو ساحو کې وسله وال طالبان حاکم وو.