د تورخم په پوله د اوښتو نوي نظام افغانانو ته تګ راتګ سخت کړی

وروسته تر هغه چې د پاکستان حکومت اعلان وکړ نور په پاکستان کې میشتو افغان کډوالو ته اجازه نه ورکوي چې یوازې په تذکرې بیرته هیواد ته ستانه شي، سلګونه افغان کډوال چې ماشومان، میرمنې او ځینې ناروغان هم پکې دي، د تورخم په ښارګوټي او لنډیکوتل سیمه کې پداسې حال کې بند پاتې دي چې روژه یې هم په خوله ده.

دغه ګیر پاتې شوي افغان کډوال وایي چې د سختو ستونزو سره مخ دي.

په تورخم کښې یو حکومتي چارواکي غنچه ګل د امریکا غږ ډیوې څانګې ته وویل چې مرکزي حکومت ورته کلک امر کړی چې په تذکرې به هیڅ یو افغان له دتورخم دلارې افغانستان ته د تګ اجازت نه ورکول کیږي او یوازې هغه افغانان بېرته خپل هیواد ته اوښتی شي چې قانوني ویزه ولري.

ښاغلي غنچه ګل زیاته کړه چې مرکزي حکومت روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په لومړۍ نیټې افغانستان ته پخپله خوښه د بیرته تلونکو افغانانو لپاره نوی سیستم معرفي کړی و چې له مخې یې د ویزې پرته په بل هیڅ کوم سند افغانانو ته دتورخم د لارې دبېرته ستنېدو اجازت نه ورکول کیږي.

خو هغه زیاتوي چې څه موده وروسته پاکستان ته د چمن د لارې په تذکره د راغلو ګڼ شمیر افغانانو په غوښتنو حکومت افغانانو ته اجازه ورکړه چې د اپریل تر څلورمې نیټې په خپلو تذکرو دتورخم د لارې هم بیرته ستنیدی شي خو اوس دغه اسانتیا بېرته اخیستل شوې.

په همدې حال کې په پاکستان کې د افغانستان د چارو د وزارتونو د همغږۍ ډلې په یوې اعلامیه کښې هم ویل شوي چی په افغان تذکره د افغانستان له اړخه پاکستان ته داخلیدل او بېرته افغانستان ته تلل په مکمله توګه تړل شوي دي.

په دغه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې افغانان په تذکره سپین دبولدک د لارې چمن ته د داخلیدو اجازه لري البته ددې نه علاوه افغانانو ته د بلې کومې پولې د لارې په تذکره پاکستان ته د تلو راتلو اجازت نشته.

د پاکستان حکومت لخوا دې ګام په افغان کارډ یا تذکره خپل هیواد ته بېرته ستېدونکي افغانان د روژې میاشت کې د لویې مشکل اؤ ازمیښت سره مخ کړي دي.

ګیر پاتې شوې افغانان چې شمیر یې سلګونو ته رسیږي، زیاتره یې د درملنې یا د کاروبار په غرض او یا د نورې سود سودا د پاره په خپلو تذکرو پاکستان ته تللي او اوس د روژې د پاره بېرته خپل هیواد ته ستنیدل غواړي . هغوي د نوي نظام له امله په پوله دپاکستان لوري ته بند پاتې شوي دي.

د امین خوګیاڼي په نامه یو ګیر پاتې شوی افغان وایي زیاتره کسان اوس دا مالي توان هم نه لري چې بېرته پيښور یا بل کوم ښار ته لاړ شي اؤ مجبوه دي چې د خپل ټبر سره د شین اسمان لاندې په تورخم کښې ایسار شي چې نه پکې د سر سوری شته اؤ نه د ښځو د پردې څه انتظام شته.

د زرمست په نوم یوه بل افغان د پاکستان حکومت نه غواړي چې باید د انساني همدردۍ د لارې دې هغوي اؤ د هغوي بچو له دبېرته تګ اجازت ورکړل شي.

په همدې حال کې د افغان کمېشنرۍ یو استازي قاري‌ سراج ویلي دي‌ ډېری افغانان د درملنې لپاره پاکستان ته ځي‌.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تېر کال ویلي وو چې ۱.۴ میلیون ثبت شوي افغان کډوال په پاکستان کې قانوني ډول اوسیږي او شاوخوا ۱.۵ میلیون نور یې بیا د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

د یادولو ده چې د «جمهوریت» له نسکورېدو وروسته د پاکستاني‌چارواکو په خبره شاوخوا ۵۰۰زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي. څو میاشتې مخکې د پاکستان د مرکزي‌ حکومت ویاند فواد چوهدري ویلي وو چې دا کډوال دې بېرته خپل وطن ته ستانه شي، ځکه د هغه په خبره افغانستان کې اوس تشدد نشته.