امریکا پر طالبانو د ویزې تازه محدودیتونه اعلان کړل

 د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ فبروري لومړۍ (سلواغې ۱۲) د افغان میرمنو او نجونو په کار او زده کړو باندې د طالبانو حکومت د بندیزونو په غبرګون کې په طالب مشرانو د ویزې تازه محدودیتونه اعلان کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوې بیانیې کې وویل: "زه نن د طالبانو په مشخصو اوسنیو او پخوانیو غړو، د غیر دولتي امنیتي ډلو پر غړو او نورو کسانو چې ویل کیږي په افغانستان کې د میرمنو او نجونو په ځپلو کې مسول یا شریک دي، د ویزې د اضافه محدودیتونو د لګیدو اقدام کوم."

په بیانیې کې مشخصا نه دي ویل شوي‌ چې په کومو طالب مشرانو بندیز لګوي، خو د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو، پوهنې، امر بالمعروف او اقتصاد وزارتونو مشرانو د ښځو په زده کړو او کار د بندیز فرمانونه خپاره کړي. دوی ویل چې دا کار یې د خپل مشر په لارښوونې کړی دی.

ښاغلي بلینکن زیاته کړه، واشنګټن به له خپلو متحدینو سره یوځای کار وکړي چې طالبانو ته روښانه کړي چې د هغوی اعمال به د پام وړ عواقب ولري او له نړیوالې ټولنې سره به د اړیکو د ښه کیدو لار هم وتړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ دوهمه (سلواغې ۱۳) د امریکا متحده ایالاتو دغه پرېکړه غندلې او د خبرو له لارې یې د اختلافي مسایلو پر حل ټینګار کړی دی.

په دغه اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان حکومت د امريکا وروستۍ پريکړه غندي او يو وار بيا ټینګار کوي ‏چې‌ د اختلاف وړ ټکي بايد د دیپلوماتیکو چاینلونو او مثبتو ګامونو له لارې حل شي. زموږ دوو اړخیزو اړیکو ښودلې ده چې فشارونه د مسایلو په اواري کې مرسته نه شي کولای."

طالبانو په ښځو باندې د تازه محدودیتونو په لړ کې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې یې پوهنتونونو ته امر وکړ چې تر "بلې خبرتیا پورې" ښځینه محصلینو ته د زده کړو اجازه ورنکړي.

تر دې څو ورځې مخکې د طالبانو حکومت په کورنیو او نړیوالو موسساتو کې هم د ښځینه کارکوونکو د کار مخه ونیوله.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته له رسیدو وروسته، طالبانو پر افغان میرمنو او نجونو سخت محدودیتونه وضع کړي چې له امله یې له کار، له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو، پوهنتونونو، پارکونو او حمامونو ته له تګ څخه بې برخې شوي دي.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې په غیر دولتي موسساتو کې د افغان میرمنو د کار کولو مخه هم ونیوله چې دا پریکړه ددې لامل شوه یو شمیر خیریه سازمانونه په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي.

اما د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني کابو یوه اوونۍ مخکې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارټین ګریفیتس سره په لیدنه کې ډاډ‌ ورکړ چې افغانستان کې د ښځو د کار او د نجونو د تعلیم په برخه کې دایمي محرومیت مطرح نه دی او دا ستونزه به ژر حل شي.

ددې راپور په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو هم کار اخیستل شوی