نړیوال بانک: د افغانستان ښارونو کې کار فرصتونه محدود او د بېکارۍ کچه لوړه شوې

نړیوال بانک پخپلې یوې تازه سروې کې ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د دغه هیواد په ښارونو کې کاري فرصتونه محدود شوي دي.

نړیوال بانک د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۵ (کب ۲۴) پخپل راپور کې د ۲۰۲۱ کال اګست تر پځلسمې وروسته په دغه هیواد کې د نظام تر بدلون وورسته د کار پیدا کولو، د خوړو خوندیتوب، زده کړو او روغتیايي خدماتو په اړه سروې تر سره کړې ده.

یاد بانک وايي د دوی د سروې له مخې په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته په کلیو او ښارونو کې د کار موندونکو خلکو شمېر زیات شوی دی.

نړیوال بانک پخپل راپور کې زیاته کړې: "په ښاري سیمو کې د کار فرصتونه محدود دي او د بېکارۍ کچه لوړه شوې ده. په کلیوالي سیمو کې، د امنیت د ښه والي له امله، د کارموندنې کچه لوړه شوې ده. په عامه سکتور کې د کار ونډه کمه شوې ځکه چې د امنیتې خدمتونو او دولتي دندو کمښت راغلی او د هغه ډول کارونو کچه چې خلک خپل ځان ته پیدا کوي لوړه شوې ده."

د دغه بانک په راپور کې راغلي چې د افغانستان په په ټولو سیمو کې د کارکوونکو په عوایدو کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

نړیوال بانک د مرکه کوونکو کسانو له قوله راپور ورکړی چې په افغانستان کې ۷۰ سلنه کورنۍ د خوراکي او غیر خوراکي اړتیاو پوره کولو توان نلري. په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱ کال په مۍ میاشت کې دغه شمېر ۳۵ سلنه و.

د نړیوال بانک راپور همدارنګه ویلي چې د ښوونځي په لومړنۍ دوره کې دنجونو ګډون د ۲۰۱۹ مېلادي کال د مني موسم په پرتله زیات شوی دی.

په راپور کې ویل شوې چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر نه بیا تر ډسمبر میاشتې پورې ۹۴سلنه افغانانو روغتیايي خدمات تر لاسه کړي دي.

پر همدې مهال د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرې میشل باشله چې روانه اونۍ یې افغانستان ته سفر کړی و ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ نېټې راهېسې د طالبانو تر ولکې وروسته په دغه هیواد کې ځینې سخت بدلونونه رامنځته شوي دي.

نوموړې زیاته کړې د اګست تر پنځلسمې وروسته جګړه او مرګ ژوبله په «ډراماتیک ډول» کمه شوې، خو د اندېښنې په ښودلو سره یې ویلي چې بشري او اقتصادي ناورین ښايي د ډیرو خلکو ژوند واخلي.

اغلې باشله زیاته کړې:" نن سبا په افغانستان کې په هر دریو وګړو کې یو هغه یې د خوړو د خوندیتوب له بیړني وضعیت یا ناورین له کچو سره مخ دی او نغدو پیسو ته لاس رسی محدود دی، په لوړه کچه بې کاري او بېځای کېدنه موجود دي.

دا په داسې حال کیده چې تیره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشر په افغانستان کې د بشري بحران په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې ټاکل شوې تر دوو اونیو پوري له افغانستان سره د بشري مرستو جلبولو په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي.

ښاغلي الکباروف له نړیوالو هیوادونو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي او د دغه هیواد له اړمنو خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د نړیوالو ټولنې د مرستو به بندېدو او بېکارۍ په زیاتو سره په دغه هیواد کې د اقتصادي بحران زیاتېدو په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.