په فراه کې د گوزڼ نوې پيښه

وروسته له څه باندې څلور کلونو راهېسې یو ځل بیا په فراه ولایت کې د ګوزڼ یا فلج مثبته پیښه ثبت شوه.

د فراه روغتیایي چارواکي وايي د فلج دغه پېښه د بکواه ولسوالۍ په مرکز کې وروسته له هغه رامنځته شوه چې کابو له شپږ میاشتو راهېسې پدغه ولسوالۍ کې د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونه ندي عملي شوي.

د فراه ولایت عامې روغتیا کتلوې معافیت آمر ډاکټر عبدالواحد وایي: "د ګوزڼ یا فلج دغه پېښه د فراه ولایت بکواه ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوي، چې د اتلسو میاشتو یو ماشوم په فلج ناروغۍ اخته شوی، او دغه ماشوم به نور د ژوند تر پایه فلج وي."

هغه زیاتوي چې دا پېښه وروسته له څلورنیمو کلونو په فراه کې رامنځته کیږي.

د فراه ولایت عامې روغتیا کتلوي معافیت آمر زیاتوي، د بکواه په ولسوالۍ کې وروسته له هغه یو ځل بیا د ګوزڼ یا فلج مثبته پېښه رامنځته کیږي چې د شپږو میاشتو راهېسې پدغه ولسوالۍ کې د ګوزڼ واکسین د امنیتي شرایطو او د طالبانو د گواښونو له وجې بند و، او پدې ورستیو کې هم د پولیو واکسین تطبیق ته یواځې د روغتیايي کلېنیکونو له لارې اجازه ورکړل شوې ده.

که څه هم په فراه کې خلک د پولیو پېښو پای ته رسېدو ته خوشحاله و، خو وروسته له څلورنيمو کلونو یو ځل بیا په فراه کې د پولیو مثبته پېښه رامنځته شوه.

په همدې حال کې د فراه مدنې فعالین له خلکو څخه غواړې چې په خپله تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو واکسین کولو لپاره لاس په کار شي. عبدالرحمن ژوندۍ وایي، که چیرې د فراه په نا امنه ولسوالیو کې پولیو واکسین په سمه توګه تطبیق شوی واي، نو نن به یو ځل په بکواه ولسوالۍ کې د پولیو مثبته پېښه نه وای رامنځته شوي.

هغه زیاتوي چې: "زما د عامو او بکواه ولسوالۍ ولسونو څخه هېله داده چې دوی خپله خپل ماشومان واکسین کړي، او په راتلونکې کښې د ورته پېښو رامنځته کېدو مخنېوۍ وکړي."

د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ د فلج یا مثبتي پښې رامنځته کېدو یو ځل بیا د دې ولایت اوسېدونکي ډېر سخت انديښمن کړی، ځکه چې د طبی ډاکټرانو په وینا فلج یا ګوزڼ په ډېره لوړه کچه سارې ناروغې ده، او دوی د دولت پر وسله والو مخالفینو هم ږغ کوي چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کښې د پولیو واکسین تطبیق ته اجازه ورکړي.

د روان ۲۰۱۹عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د پیښو شمیر ۲۶ ته ورسید، چې ۹ پیښې په ارزګان، ۵ پیښې په هلمند، ۵ پیښې په کندهار، دوه پیښې په پکتیکا، یوه پیښه په کونړ، يوه پیښه په ننګرهار، يوه پیښه په بادغیس، يوه پیښه په بغلان او يوه پیښه هم په فراه ولایت کې ثبت شوې ده.