یوې غیردولتي موسسې په مدیترانې بحیره کې ۲۷۰تنه ژغورلي

عکس: ارشیف

د جرمني یوې غیر دولتي موسسې د شنبې په ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومي ۴) وویل چې د دوی د مهاجرو د ژغورنې یوې کښتۍ د جمعې په ورځ څه دپاسه ۲۷۰تنه د مرکزي مدیترانې بحیرې په اوبو کې ژغورلي دي.

د سمندر د څارنې دغې موسسې په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د دوی یوې کښتۍ د دوو رابړي بیړیو سره مرسته کړې چې د کرسمس د ورځې په لومړیو کې په بحیره کې له ستونزو سره مخامخ شوي وو.

د فرانس پرس اژانس ددغې موسسې د ویاند له قوله ویلي، دغو دوو تفریحي بیړیو چې یوې یې شاوخوا ۸۰ او بلې یې ۱۰۰تنه مسافر لیږدول د لیبیا د ساحل په ۷۰کیلومترۍ کې له ستونزو سره مخامخ شوی وې.

همداشان دغې موسسې د جمعې د ورځې په سهار ۹۳تنه نور د ایټالیا د لمپیدوسا ټاپو په جنوب کې په نړیوالو اوبو کې له لرګیو څخه د یوې جوړې شوې بیړۍ څخه ژغورلي دي.

د سمندر د څارنې د موسسې د ژغورنې کښتۍ د لیبیا د سواحلو ته نژدې د مدیترانې بحیره د ۲۰۱۷ کال راهیسې څارې او د هرې هغې بیړۍ سره مرسته کوي چې د ستونزو سره مخامخ وي.

په رپږټ کې ندي ویل شوي چې دغه ژغورل شوي کسان مهاجر دي او که عادي وګړي.

پدې ترڅ کې د یونان ساحلي ګارډ ویلي چې د دې هیوا د اژه په بحیره کې د مهاجرینو د دوو کښتیو په ډوبیدو کې لږ تر لږه ۱۶ تنه مړه شوي.

دا د روانې اوونۍ د چارشنبې د ورځې راپدیخوا دریمه کښتۍ ده چې پداسې حال کې پدې اوبو کې ډوبیږي چې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو قاچاق ډیر شوی.

د یونان سرحدي ګارډ وایي د پیروس ټاپو سره نږدې د مهاجرینو د یوې کښتۍ د چپه کیدو په پیښه کې درې کسان مړه شوي او ۵۷ نور ژوندي ژغورل شوي.

د دې پیښې نه یوازې څو ساعته وړاندې د یونان سرحدي ګارډ د انتیکایتیرا ټاپو سره نږدې یوه بله کښتۍ پداسې حال کې وژغورله چې ۱۱ کسان پکې مړه شوي و.

سرحدي ګارډ وایي پدې کښتۍ کې د ۲۷ ماشومانو، ۱۱ میرمنو په ګډون ټولټال ۹۰ کسان ژوندي ژغورل شوي.