د رپ موسیقۍ سندر غاړې د سعودي کنسرټ کې ګډون نه کوي

د امریکا د رپ موسیقۍ مشهوره سندر غاړې نیکي میناژ وايي، د سعودي عربستان په کنسرټ کې ګډون نه کوي.

مخکي نوموړې ویلي و چې د «جولای میاشتې پر ۱۹مه» به د جدې د فرهنګي فیسټول کمېټې په کنسرټ کې ګډون وکړي.

اغلې میناژ له اسوشټېډ پرس خبري اژانس سره مرکه کې په دغه کنسرټ کې د خپل نه ګډون لامل په دغه هېواد کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی بللی دی.

نوموړې زیاته کړې چې په سعودي کې د ښځو پر وړاندې بد چلند ورته د منلو وړ نه دی نو ځکه په دغه کنسرټ کې ګډون نه کوي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان هم تېره اونۍ په یوې اعلامیې له اغلې میناژ او نورو سندرغاړو څخه وغوښتل چې په دغه کنفرانس کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

میناژ پر داسې مهال په سعودي کې د ښځو په وړاندې د تاوریخوالې په اړه اندېښنه ښودلې چې د دغه هېواد حکومت تازه سعودۍ مېرمنو ته د موټر چلولو اجازه ورکړې ده.

سندرغاړې میناژ د سندرو ویلو پر مهال د حیرانوونکو حرکتونو تر سره کولو او نازکو او بربنډو جامو په اغوستلو مشهوره ده.

دغه کنسرټ چې ټاکل شوې وه د سعودي د پاچا په لوبغالي کې تر سره شوی وای په حکومتي کچه ورته پراخ تدابیر نیول شوي و.

الجزیرې خبرې اژانس تېره اونۍ ویلي و چې د سعودي حکومت په دغه کنسرټ کې د بهرنیو ګډون کوونکو لپاره د انلاین ویزې اسانتیا هم رامنځته کړې وه.

د سعودي د قانون له‌مخې په دغه کنسرټ کې د ۱۶ کلنو تر کم عمره ماشومانو پر ګډون او د الکولو پر څښلو بندیز لګول شوی و.

په دغه کنسرټ کې د نوموړې د ګډون په اړه هم مخالف او موافق نظرونه موجود و.