په افغانستان کې د رژیمونو او سیاسي ډلو ټپلو پر پلوۍ او ضد د شبنامو خپرول د "نونلسمې" پېړۍ په لومړیو کې پیل شوي دي.
که څه هم په افغانستان کې د شپې پاڼو د خپرولو دقیقه نېټه معلومه نه ده، خو څېړونکی حبیب الله رفیع وايي، په ۱۹ پېړۍ کې په افغانستان کې د مطبوعاتو له راتګ او ازادۍ سره د شبنامو خپرول هم پیل شول.
د امان الله خان له پېره نیولې تر کمونستانو، مجاهدینو، طالبانو او نورو سیاسي ډلو ټپلو پورې ، ټولو د خپلو مخالفانو او مخالف نظام پر ضد، وخت ناوخت له شبنامو کار اخیستی دی.
ښاغلی رفیع وايي انګریزانو په لومړي ځل د امان الله خان پر ضد ځېنې شبنامې او د هغه د مېرمنې تحریف شوي او توږل شوي تصویرونه خپاره کړل چې پر ضد یې منفي ولسي احساسات راوپاروي.
هغه په دې هکله وویل « د امان الله خان په دوره کې هم شبنامې او د هغه د مېرمنې ثریا توږل شوي تصویرونه خپاره شول،له هغې وروسته په سقاوي دوره کې هم ځینې شبنامې خپرېدې چې یوه یې حقیقت نومېده ما یې ځېنې بېلګې هم لیدلې وې، د داود خان پر مهال کمونستانو او بیا مجاهدینو د خپلو مخالفانو پر ضد دغه کار وکړ ، اوس یې طالبان او ځینې نورې کړۍ هم کوي .»
د دغې لړۍ وروستۍ بېلګه د افغانستان په انتخاباتي مبارزو کې د ادعا له مخې د ځینو کاندیدانو له لورې په ځينو سیمو کې د شبنامو خپرول دي چې، د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي یې هم په اړه غبرګون وښود .
ښاغلي احمدزي په کابل کې یوې غونډې ته وویل، هغوی چې پروګرامونه او پلانونه نلري، شبنامې خپروې « هغه کسان چې پلانونه نلري شبنامې خپروې، په شبنامو خپرولو څه کیږي؟ کومه ستونزه پرې حل کیږي، راځﺉ چې پر پلانونو خبرې وکړو.»
خو ښاغلي احمدزي په دې اړه ډېر توضیحات ورنکړل چې، دغه شبنامې چا او چېرته خپرې کړي دي، او په کې په دقیق ډول په څه لیکل شوي دي . .
خو په ځینو ټولنیزو شبکو کې یوه پاڼه "شبنامه " خپره شوې چې په کې د پنجشیر خلکو ته یوه مشخص کاندید ته د رایې ورکولو سپارښتنه شوې ده .
څېړونکی ښاغلی رفیع وايي شبنامې ډېر کله په ټولنه کې د خلکو منفي احساسات راپاروي « د شبنامو د خپرولو اصل هدف د نظام او یا شخص پر ضد د ولس منفي احساسات او نظریات راوپارول وي، چې له بده مرغه پایلې یې هم ډېرې منفي وي. په کلیوالو سیمو کې ځکه بد او منفي تاثیرات لرلی شي، چې هلته خلک په وخت سره دقیق او سم معلومات ترلاسه کولﺉ نشي.»
ښاغلی رفیع د شبنامو منفي تاثیرات د امان خان پر مېرمنې هغو تصویرونو ته اشاره کوي چې دده په ټکو د نور لوڅ بدنو مېرمنو پر سر د امان الله خان د مېرمنې ملکې ثریا تصویر نښلول شوی و، چې د نوموړي په وینا « په کلیوالو او لېرو پرتو سیمو کې یې د امان الله خان پر ضد ډېر منفي احساسات راوپارول.»
د ننګرهار د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد هجرت الله اختیار، سره له دې چې د ښاغلي رفیع نظر تائیدوي خو وايي چې، د شپې پاڼو خپرول د سیاسي او مدني مبارزو د اصولو او اساساتو خلاف کار دی.
د هغه په اند « سیاسي او مدني مبارزه ښکاره وي، په دې معنی چې مخالف لوری یې معلوم وي، خلک یې پېژني، د هغه چا پر ضد چې غږیږي هغه هم خلکو ته معلوم وي، خو شبنامې اوخپروونکی یې نه معلومیږي، خلک نه پوهیږي چې دی په خپله څوک او څومره سیاسي سپېڅلتیا لري چې د نظام او نورو سیاستوالو پر ضد خبرې کوي، د شبنامې خپرول د سیاسي اصولو سره هېڅ اړخ نه لګوي.»
خو ډېر په دې باور دي چې، د افغانستان غوندې په یوه دودپاله ټولنه کې، چې ډېری خلک یې نالوستي دي، شبنامې د نظام او سیاستوالو پر ضد، د عادي افغانانو پر اذهانو او افکارو خپل منفي تاثیرات لرلی شي.
د شبنامو خپرولو شالید:
بلخوا لکه څنگه چې ښاغلي رفیع څرگنده کړه د شبنامو خپرول ښایي اوږد تاریخ ولري، خو په نولسمې پیړۍ کې شبنامې د سیاسي او حکومتي ضد ډلو د پټو مبارزو او د خلکو د راپارولو یوه لار وه.
د تاریخي بدلونونو په اوږدو کې د نړۍ یو شمیر سیاسي ډلو، فکري خوځښتونو او په اصطلاح انقلابي حلقو د وخت د حکومتونو او رژیمونو پر ضد له دې میتود نه کار اخیستی دی.
شبنامې د ختیځې نړۍ د ښکیلاک په وخت د آزادۍ غوښتونکو مبارزینو د خبرتیا یوه وسیله هم گڼل کیده، او په اروپا کې د وخت د مستبدو رژیمونو پر ضد د پاڅون لپاره یو انگیزه هم وه.
په افغانستان کې هم شبنامې اوږد تاریخ لري او لکه چې ښاغلي رفیع وویل ددې وسیلې څخه د ښکیلاگرو پر ضد که لویدیځوال وو او که د ختیځ ښکیلاکگر، د هغوی پر ضد د خلکو د ذهنیتونو د بدلولو په خاطر گټه اخیستل شوې ده.
کله نا کله له دې وسیلې څخه یوې ډلې ټپلې د بلې پر ضد هم کار اخیستی دی او په همدې خاطر دې ډول تبلیغ ته تر ډیره منفي رنگ ورکړل شوی دی.
په ننني عصر کې چې نړۍ د ډله ییزې خبرتیا له ټولو معیارونو او ډولونو څخه خوندې ده، د شبنامو خپرول یواځې او یواځې د هغو اشخاصو، ډلو او گروپونو له خوا کیږي چې خپل هویت پټ ساتي او د خپلو حریفانو د تخریبولو او د هغوی په وړاندې د ذهنیتونو د خړ پړولو هڅه کوي.