په زابل کې نهه افغان سرتیري وژل شوي

په زابل کې دا تازه جګړې نن سهار وختي پیښې شوي دي

د زابل د ارغنداب ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۹ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۷تنه نور ټپیان دي.

په وژل شویو کسانو کې ۸ پوليس او ۱ تن د ملي پوځ سرتیری او په ټپیانو کې ۵ پوليس او ۲ تنه د ملي پوځ سرتیري دي.

د زابل د پوليسو یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې د ۸ پوليسو تر وژل کیدو وروسته وسله والو طالبانو ۲ وسایط او د پوليسو وسلې هم له ځان سره وړي.

سرچینې زیاته کړه چې د پوليسو د مرستې لپاره پر لار د ملي اوردو د سرتیرو د سپرلۍ پر موټر د سړک د غاړي په ماین چاودنه کې یو تن د پوځ سرتیری وژل شوی او ۲ تنه نور ټپیان دي.

په زابل کې د ملي پوځ د لوا درستیز وال ډګروال ګدا محمد دوست امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ د مرکز پر امنیتي کمربند د سهار له ۳ څخه ډله ییز بریدونه وکړه چې د ورځي تر ۱۱ بجو پوري يې دوام در لود.

دی زیاته وي چي په جګړه کې په لمړي سر کې د پوليسو ۲ پوستو سقوط وکړ چي وروسته د ملي پوځ له لوري بیرته ونیول شوې او وسله وال يې له سیمي څخه پر شا وتمبول.

ارغنداب د زابل په شمال ۷۰ کیلو میتري کې پرته ولسوالي ده چې د کورنیو وسله والو طالبانو ترڅنګ بهرني وسله وال هم په کې فعال بلل کیږي.

د زابل د ولایتي شورا ریس حاجي عطاجان حقبیان وايي چي پدې ولایت امنیتي پېښي ورځ تر بلي زیاتيږي او مرکزي حکومت يې د مخ نیوي لپاره د دوی وړانديزونه په پام کې ندي نیولي.

دی زیاته وي چي د زابل پراخ جغرافیه وي موقعیت ته په کتو د پوليسو تشکیلات کم دي او هر ځل د وسله والو په ډله ییزو بریدونو کې له درنو تلفاتو سره مخ کیږي.

وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې.