جلال اباد کې د ټاکنو کمیسیون دفتر بیرته پرانیستل شوی

تیره میاشت جلال اباد کې د ټاکنو کمیسیون مخ ته دپر اعتراض کوونکو یو ځانمرګی برید هم شوی وو، چې مرګ ژوبله يې اړولې وه.

امنیتي ځواکونو ننګرهار کې د ټاکنو کمیسیون ولایتي دفتر مخې وهل شوې د اعتراض خېمه د اخ ډب په بایله کې لرې کړه او وسره دا دفتر، چې پرون د دوشنبې په ورځ (۲۶ مه) د یو شمیر اعتراض کوونکو له خوا تړل شوی وو بیرته پرانیستل شوی دی.

دغه خېمه د ملي ایتلاف غړو تېره ورځ له غرمې وروسته درولې وه او لسګونه کسان پکې راټول شوي وو چې د ټاکنو کمیسیون د ولایتي دفتر دوازه یې هم تړلې وه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه ګډو امنیتي ځواکونو د ټاکنو کمیسیون ولایتي دفتر مخې ته درول شوې خیمه په زوره لرې کړې ده.
نوموړی وايي امنیتي ځواکونو په لومړي سر کې اعتراض کوونکو ته د خېمې ټولو سپارښتنه وکړه، خو هغوی ونه منله او اخ ډب رامنځ ته شو چې پولیسو په زوره خېمه لرې کړه او نژدې یو نهر ته یې وغورځوله.

خوږیاڼی وايي نن ورځ د ټاکنو کمیسیون دفتر خلاص دی او په عادي ډول خپلې چارې پر مخ وړي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان امریکا غږ ته وویل چې په سیمه کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او هیڅ ډول ستونزه نشته دی.

هغه وویل چې اعتراض کوونکي یې د خیمې له سیمې ویستلي دي.

د ستر ملي ایتلاف په نوم د افغان حکومت مخالفو سیاسي ډلو غړو له ننګرهار سربېره په هرات، کندهار او بلخ ولایتونو کې هم د ټاکنو ولایتي دفترونه تړلي وو، چې هرات په ولایت کې هم امنیتي ځواکونو د اعتراض کوونکو خیمو د ټولولو وروسته د یکشنبې په ورځ دا دفتر پرانیسته، خو په بلخ او کندهار ولایتونوکې لا پاتې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ګواښ کړی، که چیرې په کندهار او بلخ ولایتونو کې د ټاکنو د کمیسیون دفترونه ژر پراننیستل شي، نو ممکن په دغو ولایتونو کې به د ولسي جرګې ټاکنو د ځنډ سبب شي.

د ټاکنو کمیسیون د یو لړ ستونزو له امله له وړاندې په غزني ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې ځنډولي دي.