د نورستان په ولایت کې ۹۰ په سلو کې ښوونځي ودانۍ نلري

د نورستان په ولایت کې چارواکي وايي چې ۹۰ سلنه ښوونځي یې ودانۍ نه لري، کتابونه په وخت نه ورسېږي او همدا شان د مسلکي ښوونکو له کمي سره مخ دي.جمیله د نورستان په مرکز پارون کې د مرکزي لیسې د یولسم ټولګي زده کوونکې ده.

هغه وايي د ماندي سیمه کې ژوند کوي، ښوونځي ته د رسېدو لپاره نږدې یو ساعت مزل کوي،خو د مسلکي مضامینو لپاره د معلمانو له کمي سر مخ دي، ځکه نو درسي چارې یې ټکنۍ دي، د جمیلې هېلې لوړې دي، خو ور رسېدو ته په اندېښنه کې ده.

هغې وویل:" لرې ځای نه راځو، یو ساعت مزل کوو دلته استادان شته خو د کمیا، فزیک او ریاضي استادان نه لرو".

هغه وايي ډېر ښوونځي بې تعمیره دي،ښځينه ښوونکې نشته او کتابونه په وخت نه ور رسېږي.د همدې ښوونځي ښوونکې مریم وايي ښوونځي ته یې ددې کال کتابونه ایله په ازموینو کې راورسېدل.

" موږ ته د سرطان میاشت کې کتابونه راورسېدل، موږ امتحانونه اخیستل چې کتابونه راغلل کتابونو مشکلات ډېر دي، درس چې ورکوو هم نظري درس دی، عملي درس نشته دی".

د نورستان د پوهنې ادارې مالومات ښيي چې په دغه ولایت کې ټول ټال ۲۱۲ ښوونځي شته دی چې ۳۸ زره هلکان او ۲۹ زره جینکۍ په کې درس وايي.

د پوهنې ریاست مرستیال احسان الله محسن وايي دغه ولایت کې ۹۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

" ۲۱۲ مکتبونه لرو چې ۴۹ بابه مکاتب ودانۍ لرو او نورې نه لرو، نو که فیصدي یې ووایو ۸۹ سلنه مکاتب ودانۍ نه لري".

هغه مني چې د کتابونو او مسلکي معلمانو له کمي سره مخ دي، خو ددغې چارې د سمون لپاره خپلې هڅې توندي کړي او مرکزي ادارې ته یې هم درخواستونه کړي دي.

که څه هم په نورستان کې ښوونځیو ته له امنیتي پلو ډېر ګواښ نشته، خو په وانت وایګل ولسوالۍ کې دوه مرکزي لیسې له تېرو پنځو کلونو راهیسې تړلې پاتې دي چې یوه د انجونو او بله هغه د هلکانو ده او همدا شان سږنی کال په کامدېش کې هم یو لومړنی ښوونځی تړل شوی دی.