امریکا: د داعش د مشر د وژل کیدو هیڅ ثبوت نشته 

ایران، روسیې او سوریې درې واړو ویلي دي چې ابوبکر البغدادي وژل شوی.

سره لدې چې د روسیې، ایران او سوریې چارواکو د اسلامي دولت یا داعش د مشر ابو بکر البغدادي د وژل کیدو رپوټونه ورکړیدي خو امریکایي چارواکي بیا وایي چې د هغه د وژل کیدو هیڅ ثبوت یا شواهد ندي تر لاسه شوي.

د امریکا د دفاع وزیر جیم مټیس او د ترویزم د ملي مرکز مشر نک راسموسن د جمعې په ورځ وویل چې د بغدادي د وژل کیدو په هکله هیڅ شواهد ندي تر لاسه شوي.

ایران، سوریې او سوریې څو اوونۍ وړاندې ویلي و چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې مشر په عراق یا سوریه کې وژل شوی.

د امریکا د دفاع وزیر جیم مټیس په پنټاګان کې خبریالانو ته وویل " فکر کوم چې بغدادي ژوندی دی." ښاغلي مټیس همدارنګه وویل چې د داعش مشر اوس هم د خپلې "ترهګرې" ډلې لپاره مهمې پریکړې کوي.

په همدې حال کې د تروریزم سره د مبارزې د ملي ادرې مشر نیکولاس رسموسن وایي داسې هیڅ معلومات نشته چې دا ترې ثابته شي چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې مشر د "جګړې له ډګره ایستل شوی"

تر دې وړاندې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو قوماندان ډګر جنرال سټیفن ټاونسینډ د دفاع په وزارت کې خبریالانو ته د ویډیو کنفرانس د لارې په خبرو کې د داعش د مشر د وژل کیدو خبر رد کړی و.