د روسیې او اوکراین په تازه خبرو کې د پام وړ پرمختګ ندی شوی

د فبروري د ۲۴ مې راپدیخوا چې روسیې په اوکراین یرغل کړی، د دواړو هیوادونو درې ځله خبرې کړي.

د اوکراین د جمهور رئیس یو سلاکار میخایلو پودولیاک وایي د روسیې سره د دوشنبې مارچ ۷ ( کب۱۶) په خبرو کې څه ناڅه پرمختګ شوی خو زیاتوي چې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ ندی شوی.

ښاغلي پودولیاک په ګاونډي هیواد بیلاروس کې د خبرو په هکله وویل، " د بشري دهلیزونو د لوژستیک په برخه کې ځیني واړه مثبت تغیرات راغلي". خو د اوکراین دې چارواکي پدې هکله نور جزیات ورنکړل.

دا دهلیزونه پدې خاطر جوړیدل چې ملکیانو ته اجازه ورکړل شي په خوندي توګه د جګړې د سیمو څخه وتښتي.

سره لدې چې روسیې د دوشنبې په ورځ محدود اوربند اعلان کړی و چې د کلا بند شویو ښارونو څخه د اوکراینیانو په خوندي توګه د وتلو سره مرسته وشي خو راپورونه وایي چې تیره شپه هم په اوکراین د روسیې د توغندیو ډزې نه وې بندې شوې.

سره لدې چې د اوکراین چارواکو د خبرو د بل پړاو څه ندي ویلي خو د روسیې یو مرکچي د دې هیواد سرکاري تلویزیون ته ویلي چې د خبرو بل پړاو به ژر پیل شي.

د روسیې دې مرکچي لیوند سلتوسکي ویلي، " د خبرو څلورم پړاو به ډیر ژر په بیلاروس کې وشي. کره نیټه یې نشم ویلی خو ښایي سبا به معلومه شي".

مسکو د اوکراین څخه غوښتي و چې په جګړو کې ګیر پاتې شوي اوکراینیان دې مسکو یا بیلاروس ته پریښودل شي خو اوکراین دا غوښتنه رد کړې او د هیواد غربي سیمو او یا هم د اروپایي اتحادیې هیوادونو ته یې د ملکیانو د پریښودو غوښتنه کړې.

د فبروري د ۲۴ مې نیټې راپدیخوا چې روسیې په اوکراین یرغل کړی د دواړو هیوادونو مرکچیانو درې ځله په ګاونډي هیواد بیلاروس کې خبرې کړي.

دا خبرې پداسې حال کې کیږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین په روسیې غږ کړی چې په ملکیانو دې بریدونه بند کړي.

ښاغلي بلنکین د لیتویا د بهرنیو چارو د وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، "خوراکي موادو او درملو ته اجازه ورکړئ. خلک پریږدئ چې په خوندي توګه ووځي او په اوکراین جګړه بنده کړئ".