د لوګر په بمبارۍ کې افغان پولیس وژل شوي نه دي- ناټو

په افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونه وايي د دوی معلومات ښيي چې د لوګر په هوايي برید کې کوم افغان پولیس وژل شوی نه دی.

څو ورځې مخکې نړیوالو ځواکونو ویلي و چې پر طالبانو د هغه هوايي برید په اړه پلټنه کوي چې په کې د لږ تر لږه نهو افغان پولیسو د وژل کېدو ادعا کیږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي وو چې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې نهه پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.

د امریکايي ځواکونو یو ویاند ډګرمن مارت اوډونیل د امریکا غږ د یو ایمیل په ځواب کې لیکلي دي "د پېښې پر مهال د موجوده مشرانو او غړو او افغان امینتي ځواکونو د لومړنیو معلوماتو په اساس" په دغه برید کې هېڅ افغان پولیس وژل شوی نه دی.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت ویلي دي چې هغوی د افغان امنیتي ځواکونو په غوښتنې پر طالبانو هوايي برید کړی دی.

د لوګر چارواکي وايي په ازره ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په حملو او د بهرنیو ځواکونو په هوايي بريد کې د دوو ملکيانو په ګډون ۳۲ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

دا پېښه د سه شنبې په ورځ له هغې وروسته وشوه چې وسله والو طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل.