د نوبل د سولې جایزې ګټونکي د جنسي تیريو قربانیانو ته عدالت غواړي

د نوبل د سولې جایزې وړونکي ډاکټر ډنیس مکویج او نادیه مراد

د ۲۰۱۸ کال د نوبل سولې جایزې ګټونکو د یکشنبې په ورځ (دسمبر ٩) د هغو خلکو لپاره عدالت وغوښت چې د نړۍ په مختلفو برخو کې د جګړو په جریان کې پری جنسي تیری یا ځورول شوي دي.

سږکال د نوبل د سولې جایزې دوه کسانو ته ورکول کیږي. ډاکټر ډنیس مکویج چې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې يي د جنسي تیریو او ځورول شویو قربانیانو سره کمک کړې، او نادیه مراد، چې د ایزدیانو د حقونو مدافع ده او د داعش په بند کې د جنسي تیریو ښکار شوې وه.

دغو دواړو ته د دوشنبې په ورځ د ناروې په یو ښار کې د ۲۰۱۸ کال د سولې جایزه اهدا کیږي.

ډاکټر ډنییس پدې نظر دی چې عدالت د هرچا پورې اړه لري. ښځې، نر، پولیس او عسکر، محلي، ملي او بین المللي مقامات ټول دا مسؤلیت لري چې د جګړې په جریان کې د هرډول جنایت خبر ورکړي.

نادیه مراد چې پخپله د جنګي جرمونو قرباني ده، د هغه ټولنیز او سنتي دود نه یې سرغړونه وکړه چې ښځه باید د شرم خبرې ونکړي او د هغه تیريو یادونه ونکړي چې پدې خپله شوي دي. نادیې دا جرات وکړ او د نورو قربانیانو په استازیتوب يي د هغو جنسي تیریو او ځورونو یادونه وکړه چې پخپله هم د هغې قرباني ده.

نادیه مراد د عراق د شمال د ایزدي قبیلې غړې ده چې د کوچو په نوم کلي کې د خپل فامیل سره اوسیدله.

د ۲۰۱۴ کال د اګست په میاشت کې د داعش ډلې په سنجار ناحیې او کلیو کې پدې هدف بی رحمه او پلان شوي بریدونه پیل کړل چې د ایزدیانو قبیله تباه کړي. د نادیې په کلي کې په سلګونو خلک په ډلیزه ډول ووژل شول. پیغلې نجونې او کم عمره ماشومان يي برمته او د جنسي تیري دپاره غلامان او مینزې کړې.

د درې کاله سخت کړاو وروسته، نادیې د فرار لاره پیدا کړه او بلاخره دا جرات يي وکړ چې په ځان تیر شوي ظلمونه د نړیوالو سره شریک کړي.

په ۲۰۱۶ کال کې درویشت کلنه نادیه د ملګروملتونو د سازمان لخوا د انسانانو د قاچاق نه ژغورل شویو د وقار ساتنې لمړنۍ سفیره مقرره شوه.

سږکال د ملګروملتونو د امنیت شورا د یوې پریکړې پراساس دا ومنله چې د جګړې په ترڅ کې د انسانانو جنسي تیری د یوې وسیلې په توګه کارول هم جنګي جنایت او هم نړیوال امنیت او ثبات ته لوی ګواښ دی.