زرګونه کوچیان د لوږې له خطر سره مخ دي، پاکستان سرحد تړلی

Afghanistan Nomads

پاکستان د کوچیانو پر مخ خپلې سرحدي دروازې تړلې چې ورسره شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ کوچیان له لوږي سره مخامخ شوي او څاروي یې مړه شوي دي.

رویټرز خبري اژانس ته ځینو مرسته رسونکو سازمانونو ویلي دي له دغو کوچیانو سره مرسته نشي کولی. لږ تر لږه ۲.۴ میلیونه کوچیان هر کال د موسمونو په بدلېدو سره د افغانستان له مرکزي ولایتونو څخه قبایلي سرحدي سیمو ته کوچیږي.

خو د کابل-اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د خرابېدو له کبله د کوچیانو پر مخ دروازې تړل شوې دي او پر هغوی سرحدي سیمې تړل شوي دي.

د جرمن ایډ د معلوماتو له مخې شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ کوچیان د خوست په سرحدي سیمو کې ایسار پاتې شوي او یوازې د دوو اونیو لپاره خواړه لري. په افغانستان کې د لوږې پر ضد د مبارزې فرانسوۍ خیریه ټولنې رویټرز ته ویلي دي چې ډېر ژر به د دغو کوچیانو خوراکي مواد ختم شي.

د دغې ټولنې مشرې کینګا کوموروسکا وايي چې دوی له ځینو نړیوالو مرسته رسوونکو ټولنو سره تماسونه نیولي دي خو هغوی ورته د رد ځواب ورکړی دی.

نوموړې وویل که دغو کوچیانو ته په وخت مرستې ونه رسول شي د نورو سلګونو زره بیځایه شویو خلکو په څېر به دوی هم بېځایه او دودیز ژوند به یې ګډوډ شي.

د جرمن ایډ د معلوماتو له مخې د دغو کوچیانو ډېر څاروي مړه شوي او کوچیانو خپل ډېر نور څاروي د مرګ له ویرې خرڅ کړي دي. وايي تېرکال د کوچیانو د هر پسه قیمت ۲۵۰ ډالره و خو سږکال دغه قیمت ۱۷۵ ته راښکته شوی دی.