د نورستان په ۴۵۰ کانونو کې ناقانونه کیندنې روانې دي

نورستان کې چارواکي وايې چې اوسمهال ددغه ولایت د قیمتي ډبرو په ۴۵۰ کانونو ناقانونه کیندنې روانې دي.

د امریکا غږ خبریال ذبیح الله غازي په نورستان کې ځېنو کانونو ته تللی څو پخپلو سترګو ددغو کانونو د کیندنې کار وګوري.

غازي په خپل رئپوټ کې وایې چې د نورستان په مرکز پارون کې د قیمتي ډبرو پر کانونو له کلونو راپدې خوا ناقانونه کیندنې روانې دي.

د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ یو پوځی افسر ۵۵ کلن اسحاق نورستانی وایې چې د بې روزګارۍ له وجې په کانونو کې مزدوري کوي.

د پارون سربیره د نورستان په نورو سیمو کې هم د یعقوت، زمرود، بیروج او نورو قیمتي ډبرو کانونه شته چې په ګڼو کې یې ناقانونه کیندنې رواني دي.

د نورستان د ولایتي شورا موندنې ښیي چې د ختیځ او لودیځ نورستان پنځو ولسوالیو کې د کانونو لږ تر لږه ۵۰٪ ګټه مستقیماً د حکومت مخالفو وسله والو ته ځي.

د نورستان د کانونو اداره مني چې دا اوس ددې ولایت په لږ تر لږه ۴۵۰کانونو کې ناقانونه کېندنې روانې دي.

کان کیندونکي وايې چې تر اوسه یې کومو حکومتي چارواکو احوال نه دی اخېستی.

Your browser doesn’t support HTML5

ځانګری راپور؛ د نورستان په کانونو کې ناقانونه کیندنې