پوتین د نورډ سټریم د ګازو په لیکه کې چاودنې د 'نړیوال تروریزم' عمل وباله

د روسیې ولسمشر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي د نورډ سټریم د ګازو لیکه، چې له روسیې څخه اروپا ته ګاز انتقالوي، سوري کېدل د نړیوال تروریزم عمل دی.

نوموړي وویل چې د دغه پایپلاین د سوري کېدو ګټه متحدو ایالتونو، پولنډ او اوکراین ته رسي، خو امریکا وار د مخه په دغه پایپلاین باندې برید غندلی و.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې ښاغلي پوتین نن چهارشنبه اکتوبر ۱۲ (تله۲۰) د روسیې د انرژۍ سکتور استازو سره په خبرو کې وویل: «هېڅ شک نشته چې دا د نړیوال تروریزم یو عمل دی... د ګازو د پاتې سیستم جیوپولټیکل اهمیت زیاتېږي—دوی له پولنډ... اوکراین...او متحدو ایالتونو څخه تېرېږي چې اوس کولای شي په لوړ قیمت سره د انرژۍ سرچینې انتقال کړي.»

ښاغلي پوتین همدغه راز زیاته کړه چې مسکو چمتو دی چې د نورډ سټریم پایپلاین د جوړې برخې له لارې اروپا ته ګاز انتقال کړي چې په وینا یې اوس د اروپا خوښه ده که «غواړي يې، پایپ به چالان شي».

د امریکا او اروپا غبرګون

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ګازو په دې لوی پایپلاین چاودنې «عمدي تخریبکاري» بللې وه او ویلي وو چې له خپلو متحدینو سره به ګډ کار کوي چې معلومه کړي رښتیا څه پېښ شوي دي.

د سي ان بي سي د راپور په اساس اروپايي ټولنې دا «یو نړیوال برید» بللی و او ویلي وو چې د «منلو نه» دی. دې ټولنې همدغه راز ویلي وو چې د اروپايي ټولنې د انرژۍ په جوړښت باندې د برید ځواب به ډېر قوي وي. تر دې دمه هېچا روسیې ته مستقیمآ د پړې ګوته نیولې نه ده.

چاودنه او تحقیقات

د سپتمبر په ۲۶ نېټه تر اوبو لاندې د نورډ سټریم په لومړي او دویم پایپونو کې دوې چاودنې وشوې. د چاودنو په مهال په پایپلاینونو کې ګاز نه انتقالېدل. چاودنې په هغې سیمې کې شوې چې روسیه او جرمني سره نښلوي او د بالتیک سمندري سطحې ته ګاز انتقالېږي.

د سي ان بي سي راپور له مخې چاودنو په څلورو ځایونو کې پایپ سوری کړی چې دوه ځایونه یې د ډنمارک په ځانګړې سوداګریزې سیمې او دوه نور یې د سویډن په ځانګړې سوداګریزې سیمې کې دي.

د سویډن د ملي امنیت څانګې ویلي دي چې چادونو پایپلاینونو ته لوی زیان اړولی دی. دغې څانګې همدغه راز ویلي دي چې «ځینې نیونې هم شوې» او وروسته به معلومه شي چې د پړې ګوته چا ته ونیول شي که نه، هغوی په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د سویډن لویې څارنوالۍ ویلي چې د چاودنې سیمه بنده او محاصره نه وه.

دا چاودنې داسې مهال شوې چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله د مسکو او لویدیځ روابط هم کړکیچن شوي او هم اروپا ته د ګازو او نفتو انتقال کې ستونزې پیدا شوي دي.