د نورستان د دواب ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دواب ولسوالۍ پر امنیه قوماندان د برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د نورستان د امنیت امر سمونوال محمد فاروق امریکا غږ ته وویل، چې قوماندان همت له دواب ولسوالۍ څخه په رخصتۍ کور ته روان و، چې د لغمان د الینګار ولسوالۍ په بدیع آباد سیمه کې یې پر موټر وسله والو ډزې کړي، چې تر لږ مقامت وروسته یې هغه وژلی او موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک هم دغه پېښه تایید کړې او وايي په دغه مخامخ جګړه کې یو د دولت مخالف وسله وال هم وژل شوی دی.

هغه وايي دغه دولتي چارواکي په شخصي موټر کې سفر کاوه.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددغې پېښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی .

د لودیځ نورستان پر لاره وژنې زیاتې شوي

د لویدیځ نورستان دریو ولسوالیو، دواب، منډول او نورګرام ته ورتلونکې موټرې د لغمان له الینګاره تېرېږي، خو د سیمې ځايي اوسېدونکي وايي له ګڼو امنیتي مرګونو ګواښونو سره مخ دي.

دوی وايي په رڼا ورځ وسله وال سړي له موټرو سورلۍ راکوزوي او ډېر کله یې په دغه خامه سرک تګ په مرګ تمامېږي.

د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکی فیصل وايي "په دې لاره کې سخت مشکل دی، مونږ پرې نه شو تلی ځکه چې ورځې بس له موټر نه دې ښکته کوي او وژني دې".

د نورستان ولایتي شورا هم ددې لارې امنیتي حالت د اندېښنې وړ ګڼلی او وايي په تېره یوه نیمه میاشت کې څلور دولتي کسان وسله والو په دغه سرک له موټرو ښکته کړي او وژلي دي.

د شورا رییس سعد الله پاینده زوی امریکا غږ ته وویل،حکومت باید ددغو ساحو د پاکونې لپاره تر عملیاتو وروسته امنیتي پوستې جوړې کړي.

هغه وایي "په تېره یوه نیمه میاشت کې دا څلورم کس دی چې په دې لاره وژل کېږي،بس یو بد حال دی، وسله وال راوځي او خلک وژني او لوټي یې".

د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي مني، چې په دغه لاره امنیتي ګواښونه شته،خو وايي له مرکزي ادارې یې په دغه برخه کې د عملیاتو غوښتنه کړې ده. هغه وايي تر اوسه په دغه لاره د پراخو عملیاتو لپاره کومه غوڅه وعده نه ده ورکړل شوی.

د لودیځ نورستان اوسېدونکي وايي پر دغه لویه لاره ډېرې امنیتي اندېښنې د لغمان په ساحه کې دی. دوی وايي ددې ولایت امنیتي ادارې دې پر دغه سرک د تلونکو مسافرو امنیت خوندي کړي.

د لغمان ولایتي اداره هم لودیځ نورستان ته په ورغلې لاره د الینګار په اوږدو کې امنیتي ستونزې مني او وايي د حل لپاره یې هڅې کوی.

د والي ویاند سرحدي ځواک وايي "مونږ مرکزي ادارې ته ویلي،که مونږ سره خپله کړې ژمنه سر ته ورسوي نو مونږ ډاډ ورکوو، چې دغه لاره به له امنیتي ګواښونو څخه پاکوو".

د سیمه ییزو چارواکو او ځايي اوسېدونکو په باور دختیځ نورستان دوه ولسوالۍ کامدېش او برګمټال او همدا رانګه په مرکزي برخه کې وانت وایګل ولسوالۍ له سختو امنیتي ننګونو سره مخ دي، چې د وانت وایګل ولسوالۍ د څه مودې راهیسې د محاصرې په حال کې ده.