امریکا: شمالي کوریا روسیې ته ۱۰زره سرتېري‌ استولي

شمالي کوریا او روسیه په خپلو کې دوه اړخیز دفاعي تړون لري

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت (پنټاګون) د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۸ (لړم اوه) وویل چې شمالي کوریا روسیې ته تقریبآ ۱۰۰۰۰ سرتېري استولي چې و روزل شي. مخکې دا شمېر شاوخوا ۳۰۰۰ ښودل شوی و.

د پنټاګون د ویاندې مرستیالې صبرینا سینګ خبریالانو ته وویل: «موږ باور لرو چې د شمالي کوریا د خلکو دیموکراتیک په مجوعي ډول شاوخوا ۱۰۰۰۰ سرتېري استولي چې د روسیې په ختیځ کې وروزل شي او دا به ممکن په راتلونکو څو اونیو کې د اوکراین سره نژدې روسي قوي کړي.»

نوموړې زیاته کړه: «د دغو سرتېرو یوه برخه وار د مخه اوکراین ته نژدې استول شوي او په زیاتېدونکي‌ ډول اندېښمن یو چې روسیه هوډ لري د کورسک په سیمه کې له دغو سرتېرو څخه د اوکراین په ضد په جګړې کې او یا د جنګي عملیاتو په حمایت کې کار واخلي.»

صبرینا سنګ وویل چې په روسیې کې به د شمالي کوریا د سرتېرو شمېر نور هم زیات شي،‌ ځکه د هغې په خبره د پوتین سرتېرو په اوکراین کې لسګونه زره تلفات لري او د هغه وارخطايي زیاتېږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت د شورا مشاور جان کربي د اکتوبر په ۲۳ نېټه ویلي وو چې شمالي کوریا څه باندې ۳۰۰۰ سرتېري روسیې ته استولي دي او خبرداری یې ورکړی و که د اوکراین جګړې کې یې برخه واخیسته، «مشروع پوځي اهداف» به شي.

د ناټو عمومي مشر مارک روټه روسیې ته د شمالي کوریا د سرتېرو استول د جګړې خطرناک پراخول وبلل او ویې چې دا د پوتین «زیاتېدونکی مجبوریت » ښکاره کوي.

کارپوهان وايي چې شمالي کوریا به د سرتېرو د استولو په بدل کې له روسیې څخه پوځي تکنالوژي ترلاسه کوي، چې له سټلایټونو څخه نیولې تر اوبتلونو او له مسکو څخه د امنیت احتمالي تضمین په کې شامل دي.

ملګرو ملتونو په روسیې باندې د اوکراین د جګړې له کبله او په شمالي کوریا باندې د اتومي وسلو له کبله بنندیزونه لګولي دي.