شمالي کوریا لیرې واټن ویشتونکی توغندی وار کړی

په جنوبي کوریا او جاپان کې چارواکو تائید کړې چې شمالي کوریا بحر لور ته توغندی وار کړی.

د جنوبي کوریا پوځ په سیمه ایز وخت چارشنبه جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۱) ویلي چې شمالي کوریا یو توغندي وار کړی او ګمان کیږي چې لیرې واټن ویشتونکي بالاستیک توغندی به وي.

د دې توغندیو د وارولو څخه یوه ورځ وړاندې شمالي کوریا خبرداری ورکړی و د متحده ایالاتو هغه کشفي الوتکې به وولي او نسکورې به یې کړي چې ادعا کیږي د دې هیواد د هوایي قلمرو څخه سرغړاونه کړې.

د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز ویلي چې تازه وار شوی توغندی ختیځ بحر خوا ته توغول شوی چې هدف یې د جاپان بحر دی.

په جاپان کې هم چارواکو د دې توغندي واریدل تائید کړي.

د جاپان د دفاع وزیر یاسوکازو همادا، په یوې اعلامیې کې ویلي چې شمالي کوریا لږ تر لږه یو توغندي ختیځ لور ته وار کړی.


په اعلامیې کې راغلي، "بالاستیک توغندی یا توغندي په هوا کې دي او زمونږ اټکل دا دی چې د جاپان په بحر کې به ولویږي".

شمالي کوریا تیره ورځ په متحده ایالاتو تور لګولی چې کشفي الوتکو یې د دې هیواد د هوایي حریم څخه سرغړاونه کړې او دا خبرداری یې هم ورکړی چې ښایي دا ډول الوتکې وویشتل او نسکورې شي.

د دې هیواد د مشر خور چې ډیر واک او قدرت لري په یوې اعلامیې کې ویلي چې د امریکا الوتکو د دوشنبې په ورځ دوه ځلې ددې هیواد د هوایي قلمرو څخه سرغړاونه کړې.

کیم یو جونګ خبرداری ورکړی چې دې امریکایي الوتکو پر ضد به مستقیم اقدام ونکړي خو زیاتوي که چیرته په اوبو کې د نظامي کرښې څخه راتیرې شي، پر ضد به یې قاطع اقدام وکړي.

شمالي کوریا تر دې وړاندې هم څو ځله د کوریا ټاپو سره نږدې د متحده ایالاتو کشفي الوتکو د پروازونو په هکله شکایت کړی. په جنوبي کوریا کې میشتو امریکایي ځواکونو تر اوسه د شمالي کوریا د دې خبرداري په هکله څه ندي ویلي.

خو د جنوبي کوریا پوځ ویلي چې د شمالي کوریا لخوا د هوایي حریم سرغړاونې ادعا سمه نده او ویلي یې دي چې د متحده ایالاتو کشفي الوتکو د کوریا ټاپو په شاوخوا کې عادي کشفي ماموریتونه کړي او دا یې هم ویلي چې د خپلو متحدینو سره یو ځای شمالي کوریا له نږدې څاري.

تر دې وړاندې تیره میاشت هم امریکا د کوریا په ټاپو کې شمالي کوریا ته د قوت ښودلو لپاره د بم غورځوونکو الوتکو پرازونه کړي و چې اتومي وسلې هم لیږدولی شي. دا پروازونه څو ورځې وروسته تر هغه وشول چې د شمالي کوریا په پایتخت پیونګ یانګ کې د متحده ایالاتو پر ضد لاریونونه وشول.

که له یوې خوا شمالي کوریا خپل اتومي جبهې خانې پراخول چټک کړي، په ځواب کې یې متحده ایالاتو پدې تازه وختونو کې په جنوبي کوریا کې د اتومي وسلو ځای پر ځای کولو لپاره ګڼ شمیر اقدامات کړي چې د بي -۵۲ الوتکو دا پروازونه یې تازه نمونه ده.

متحده ایالاتو تیره میاشت په تیرو شپږو کالونو کې د لومړي ځل لپاره په سمندر کې د جنوبي کوریا اوبو ته په اتومې برښنا سمبال یو اوبتل واستاوه چې د ۱۵۰ توغندیو لیږدولو توان لري.

د The USS Michigan په نامه د دې اوبتل رسیدو څخه یوازې یوه ورځ وړاندې شمالي کوریا د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو ګډو نظامي تمریناتو پر ضد د اعتراض په توګه د توغندیو آزمایښتونه پيل کړل.

شمالي کوریا دا ډول تمرینات پدې هیواد د یرغل کولو لپاره چمتوالی بولي.