شمالي کوریا دوه بالاستیک توغندي بحر خوا ته وار کړي

په جنوبي کوریا کې مطبوعاتو په سیمه ایز وخت چارشنبه جولای ۱۹ (چنګاښ۲۸) خبر ورکړی چې د شمالي کوریا پوځ د لنډ واټن دوه بالاستیک توغندي د بحر په لور یوازې څو ساعته تر هغه وار کړل چې د متحده ایالاتو یو په اتومي وسلو سمبال اوبتله د څو لسیزو راپدیخوا د لومړي ځل لپاره جنوبي کوریا ته ورسید.


د یونهاپ خبري اژانس راپور له مخې د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز هم د دې توغندیو واریدو خبر ورکړی. په راپور کې راغلي چې دا توغندي په سیمه ایز وخت سهار وختي د پیونګ یانګ څخه وار شوي او په ختیځ بحر کې تر لویدو وړاندې ۵۵۰ کیلو مټره هوا ته پورته شوي و.

د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز د شمالي کوریا دا کړنه غندلې او هغه یې د "پام وړ پارونې کړنه" او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پریکړه لیکونو څخه "ښکاره سرغړاونه" بللې ده.

د جاپان د دفاع وزارت هم د دې توغندیو واریدو خبر ورکړی.

سره لدې چې د جاپان د دفاع وزارت ویلي د دې توغندیو په هکله جزیات ارزیابي کوي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د اټکل له مخې دا توغندي د جاپان په ځانګړې اقتصادي سمیه کې لویدلي چې د کوریا د ټاپو ختیځ خوا ته پرته ده.

شمالي کوریا دا توغندي داسې مهال توغولي چې د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو تر منځ دفاعي همکاري ډیرې شوې او د سه شنبې په ورځ یې په سیول کې د اتومي مشورتي ګروپ لومړنۍ غونډه هم وکړله.


جنوبي کوریا همدارنګه ویلي چې د ۱۹۸۱ میلادي کال راپدیخوا د لومړي ځل لپاره د متحده ایالاتو یو اوبتل چې په اتومي وسلو سمبال دی د دې هیواد ټاپو ته رسیدلی.

داسې توقع کیده چې شمالي کوریا چې نه غواړي د کوریا په ټاپو کې د متحده ایالاتو اتومي تجهیزات وګوري، د دې اوبتل ځای پر ځای کیدو په خلاف جدي غبرګون وښیي.
د دې توغندیو د وارولو څخه یوازې یوه اوونۍ وړاندې شمالي کوریا یو بل بین القاروي بالاستیک توغندی وار کړ. چارواکو ویلي و چې د دې هیواد مشر کیم جونګ اون پخپله د دې توغندي واریدل څارلي و.

د شمالي کوریا رسمي رسنۍ (KCNA) راپور ورکړی دی، چې د هواسونګ-۱۸ میزایل د جامد سونګ موادو څخه په استفادې په ۶۶۴۷ کیلو میتر ارتفاع کې ۱۰۰۱ کیلو میتر واټن وواهه او بیا د جاپان په اوبو کې پریوته.

د اپریل په میاشت کې په شمالي کوریا کې د دا ډول میزایلو د توغولو راپورونه خپاره شوي‌ وو.