شمالي کوریا نوی هایپرسونیک توغندی وازمایه

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ KCNA د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۹ ( تلې ۷) د هغه هیواد د پوځ له خوا د یوه نوي توغندي د ازمایلو خبر ورکړ.

د هغه هیواد پوځ ویلي دي چې د غږ له سرعت څخه دا ګړندی مزایل د سه شنبې په ورځ د هغه هیواد په شرقي اوبو کې ازمایل شوی دی.

دا په دې وروستیو کې د شمالي کوریا له خوا د یو لړ نویو وسلو د ازمایښت په لړ کې وروستی مورد دی.

پیونګ یانګ پر امریکا متحده ایالتونو او جنوبي کوریا غږ کړی دی چې د دیپلوماتیکو خبرو د پیل لپاره دې د وسلو د پروګرامونو په برخه کې خپل دوه ګونی ستندرد یوې خوا پریږدي.

د شمالي کوریا دولتي ټلویزیون ویلي دي چې وسلو د سیستم پراختیا د شمالي کوریا دفاعي قابلیت لوړ کړی دی او د صوت مافوق مزایل یې یوه "ستراتیژیکه وسله" بللې ده.

د راپورونو په حواله، د هغه هیواد رهبر کیم جونګ اون د مزایل د ازمایښت پرمهال په مراسمو کې نه وو.

په داسې حال کې چې د امریکا د بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې د شمالي کوریا د اټومي وسلو د له منځه وړلو لپاره خبري له بن بست سره مخ شوي ‌دي او شمالي کوریا په دوامدار ډول د خپل تسلیحاتي سیستم د پراختیا په حال کې دی.‌

شمالي‌ کوریا په داسې حال کې دغه نوی مزایل ازمایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې د دوشنبې په ورځ سپټمبر ۲۷ وویل امریکا نه یوازې د دواړو کوریاګانو ترمنځ له خبرو ملاتړ کوي بلکې خپله هم چمتو ده چې له شرط پرته د پیونګ یانګ له چارواکو سره وګوري.

میرمن جالینا پورتر هیله مندي وښوده چې شمالي کوریا هم له امریکا سره د تماس لپاره مثبت ځواب ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې چارواکي په داسې حال کې دغه څرګندونې وکړې چې د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون خور په تیرو دوو ورځو کې ویلي دي چې پیونګ یانګ د دواړو کوریا ګانو ترمنځ د غونډې د برسي کیدو غوښتونکی دی.