امریکا: شمالي کوریا روسیې ته توپونه ورکوي؛ پیونګ یانګ: بې بنسټه ادعا ده

شمالي کوریا وایي د متحده ایالاتو هغه ادعاوې بې اساسه دي چې وایي دا هیواد روسیې ته وسلې ورکوي.

شمالي کوریا د متحده ایالاتو هغه ادعاوې "بې بنسټه" بللي چې ویلي یې دي پیونګ یانګ په اوکراین کې د جګړې کولو لپاره روسیې ته د توپونو مهمات ورکوي.

د شمالي کوریا دولتي مطبوعاتو د دې هیواد د ملي دفاع په وزارت کې د بهرنیو نظامي اړیکو د مرستیال د یوې اعلامیې له مخې ویلي چې "متحده ایالاتو په دې تازه وخت کې د شمالي کوریا او روسیې تر منځ د وسلو د معاملې په هکله بې بنسټه آوازې خپرې کړیدي."

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې متحده ایالات دا ډول آوازې په نړیواله کچه د شمالي کوریا د نوم بدولو لپاره کوي.

د شمالي کوریا دې جګپوړي چارواکي ویلي، " مونږ یو ځل بیا روښانه کوو چې د روسیې سره مو د وسلو هیڅ ډول معامله نده کړې او نه یې هم په راتلونکې کې پلان لرو".

د شمالي کوریا ددې چارواکي د څرګندونو څخه وړاندې د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي تیره اونۍ ویلي و چې د متحده ایالاتو معلومات ښیي چې شمالي کوریا په پټه روسیې ته په اوکراین کې د جګړې لپاره د پام وړ شمیر د توپونو مهمات لیږدوي.

ښاغلي کربي وویل چې شمالي کوریا کوښښ کوي داسې وښیي چې ګنې دا وسلې د منځني ختیځ یا شمالي افریقا کوم هیواد ته استوي.

جان کربي وویل چې امریکایي چارواکي پدې نه پوهیږي چې آیا دا وسلې روسیې تر لاسه کړي که نه خو زیاته یې کړه چې د وسلو د لیږد څاري. دا لومړی ځل ندی چې متحده ایالات په شمالي کوریا تور لګوي چې روسیې ته په اوکراین کې د جګړې لپاره وسلې ورکوي او پیونګ یانګ یې ردوي.

شمالي کوریا د همدې روان ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې هم د سپینې ماڼۍ هغه ادعا رد کړه چې ویل یې دا هیواد پلان لري روسیې ته نظامي مرستې ورکړي.

د شمالي کوریا تر څنګ متحده ایالاتو او غربي متحدینو یې په ایران هم تور ولګاوه چې روسیې ته یې په اوکراین کې د جګړې لپاره بې پیلوټه یا ډرون الوتکې ورکړي چې په لومړي سر کې تهران دا خبره نه منله خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لومړي ځل لپاره د نومبر په پنځمې تائید کړه چې روسیې ته ډرون الوتکې ورکړي دي، خو هغه ټینګار وکړ چې دغه الوتکې پر اوکراین د روسیې له برید مخکې مسکو ته ورکړل شوي وې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تهران د میاشتو راهیسې مسکو ته د وسلو د لیږد په اړه ناڅرګند پیغامونه ورکول.

راپورونه وایي چې روسیې له دغو الوتکو څخه د اوکراین د انرژۍ په بنسټونو سربیره د ملکي اهدافو د ویشتلو لپاره کار اخیستی دی.