د شمالي کوریا خبرداری: د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا پر ضد قاطع او چټک عمل کولو ته چمتو یو

شمالي کوریا تیره میاشت بین القاروي توغندی وآزمایه.

د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون خور چې پدې هیواد کې ډیر اثر او رسوخ لري، سه شنبه مارچ ۷ (کب۱۶) خبرداری ورکړی چې پیونګ یانګ د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا پر ضد "چټک او قاطع" عمل کولو ته چمتو دی.

کیم یو اونګ دا خبرداری یوه ورځ وروسته تر هغه ورکړ چې متحده ایالاتو د جنوبي کوریا د جنګي الوتکو سره په ګډه د کوریا د ټاپو وزمې پر سر د بي- ۵۲ بم غورځوونکو الوتکو پروازونه وکړل چې د اتومي وسلو د لیږد وړتیا هم لري.

د امریکا او جنوبي کوریا پوځ پلان لري چې د خپلو متحدینو سره یو ځای د همدې میاشتې په وروستیو شپو ورځو کې خپل تر ټولو پراخ ځمکني نظامي تطبیقات هم بیا پیل کړي.

میرمن اونګ په اعلامیې کې د خبردراي په هکله نور جزیات ندي ورکړي خو شمالي کوریا تر دې وړاندې د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا د ګډو نظامي تطبیقاتو په غبرګون کې د توغندیو آزمایښتونه کړي ځکه چې شمالي کوریا دا ډول تطبیقات پدې هیواد د یرغل لپاره تیاری بولي.

په اعلامیې کې چې د شمالي کوریا په دولتی مطبوعاتو کې خپره شوې راغلي، " مونږ د متحده ایالاتو د ځواکونو او جنوبي کوریا د لاسپوڅي پوځ په لالهانده نظامي اقداماتو نظر ساتو او تل د خپل قضاوت سره سم د مناسب، چټک او قاطع عمل کولو لپاره د تیارسۍ په حال کې یو".

د شمالي کوریا دې جګپوړې چاروړاکې همدرانګه ویلي چې د امریکا او جنوبي کوریا دا نظامي تطبیقات پیونګ یانګ مجبوروي چې د مهار کولو لپاره یې باید یو څه وکړي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

دا لومړي ځل ندی چې د امریکا بي -۵۲ بم غورځوونکې الوتکې د جنوبي کوریا سره ګډ نظامي تمرینات کوي بلکې د همدې روان میلادي کال په سر کې یې هم څو ځله جنګي الوتکې د کوریا د ټاپو وزمې پر سر پروازونه کړي.

په عین حال کې جنوبي کوریا ویلي دې نظامي تطبیقاتو د شمالي کوریا د احتمالي یرغلونو په مقابل کې د متحدینو د قاطع ځواب ویلو وړتیا څرګنده کړه.

په همدې حال کې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بي-۵۲ بم غورځوونکو الوتکو پرازونه "بې باکانه پارونه" بللې او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې د کوریا په ټاپو کې وضعیت داسې "ژورې کندې ته ټیل وهي چې هیڅ تل نلري".

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي که د امریکا او جنوبي کوریا پوځي پارونې ادامه ولري ، "هیڅ ضمانت نشته چې فزیکې شخړه به ونشي".