شمالي کوریا د ۲۰۱۷ راپدیخوا تر ټولو ستر توغندی ازمایلی

که تائید شي دا ۲۰۱۷ کال راپدیخوا لومړی ځل دی چې شمالي کوریا بین البراعظمي بالاستیک توغندی آزمایي.

د جاپان او جنوبي کوریا چارواکي وایي شمالي کوریا نن پنجشنبه مارچ ۲۴ (وري۴) یو ستر توغندی آزمایلی او ښایي د ۲۰۱۷ کال راپدیخوا د دې هیواد لخوا تر ټولو ستر بین البراعظمي بالاستیک توغندی وی.

سره لدې چې شمالي کوریا په روان میلادي کال کې تر لسو ډیر داسې توغندي آزمایلي چې په آزمایښت یې بندیز لګیدلی خو په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره د ملاقات نه وروسته د شمالي کوریا مشر د لیرې واټن او اتومي وسلو آزمایښت ندی کړی.
د جنوبي کوریا جمهور رئیس مون جې ان د شمالي کوریا لخوا د دې توغندي د ازمایښت په غبرګون کې په اعلامیې کې ویلي، " د پنجشنبې آزمایښت د بین البراعظمي توغندیو د آزمایښت د ځنډ څخه سرغړاونه ده چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون یې ژمنه کړې وه".

د جنوبي کوریا جمهور رئیس همدارنګه په اعلامیې کې ویلي چې د توغندي دا آزمایښت د کوریا ټاپو وزمې، سیمې او نړیوالې ټولنې ته جدي خطر پیښوي او دا کار یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو څخه "ښکاره سرغړاونه" وبلله.


متحده ایالاتو هم د شمالي کوریا د توغندي آزمایښت په سختو ټکو غندلی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د قوانینو خلاف یې بللی.

سپینې ماڼۍ ویلي چې دا کار په سیمه کې "برناحقه ستونزې او خطرونه پیدا کوي او د سیمې امنیتي وضعیت بې ثباته کوي".
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پدې هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې د کوریا د خلق دیموکراتیک جمهوریت دا اقدام ښیي چې د هغوي لپاره لومړیتوب د ولس د خیر ښیګڼې په پرتله د ډله ایزې وژنې وسلې او بالاستیک توغندیو پروګرام دی".

د شمالي کوریا رسمي نوم د کوریا د خلق دیموکراتیک جمهوریت دی.

د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز وایي چې د شمالي کوریا لخوا دا توغندی هماغې سیمې څخه توغول شوی چې تیره اوونۍ یې هم پکې آزموینه کړې وه او دا توغندی کولی شي چې ۶۲۰۰ کیلو مټره واټن ووهي.
.
په همدې حال کې په جاپان کې چارواکي وایي داسې ښکاري چې شمالي کوریا دا یو نوی بین البراعظمي توغندی آزمایلی وي. جاپان وایي د شمالي کوریا دا توغندی د شاخوا ۷۱ دقیقو لپاره په هوا کې و او وورسته د سمندر په هغې برخې کې لویدلی چې د جاپان په خاوره کې راځي.

د جاپان صدراعظم فومیو کشیدا چې ټاکل شوې په برسلز کې د جي-۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري په یوې اعلامیې کې د شمالي کوریا دا اقدام "تیري کوونکی او نه بخښنې وړ" کړنه بللې او ویلي یې دي چې شمالي کوریا پدې کار سره نه یوازې د جاپان بلکې د سیمې او نړیوالې ټولنې امنیت او ثبات ته خطر پیښوي.

خو پخپله شمالي کوریا تر اوسه د توغندي د دې آزمایښت په هکله څه ندي ویلي.