شمالي کوریا د بالیستک توغندیو ازموینه کړې

د امریکا او جنوبي کوریا چارواکي وایي چې شمالي کوریا د لنډ واټن بالیستک توغندیو ازموینه کړیده

شمالي کوریا پداسې وخت کې د لنډ واټن د دوو بالیستک توغندیو ازموینه کړیده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کم جان اون سره یوه میاشت مخکې د اتومي وسلو د مخنیوي په سر موافقه کړې وه.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت د شمالي کوریا نه غوښتي دي چې د دغه ډول پارونکو اقداماتو نه ډډه وکړي او زیاته کړي یې ده چې د فرورۍ د میاشتې د هنوي د ناکامو مذاکراتو وروسته هم د شمالي کوریا سره د خبرو چانس شته دی.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو د بلومبرگ سره په یوې مرکې کې وویل چې د شمالي کوریا سره په راتلونکې څو اونیو کې د خبرو امکان موجود دی. هغه وویل چې پکار ده مسله په دپلوماتیکه توگه حل شي.

پمپیو وویل: "مونږ غواړو چې دپلوماسي کامیابه شي. کیم جان اون دې د ولسمشر ټرمپ سره کړې لوظونه پر ځاې کړي او هغه دا و چې شمالي کوریا به اتومي وسلې نه جوړوي."