شمالي کوریا: د هوایي حریم څخه سرغړاوونکې امریکایي کشفي الوتکې نسکوروو

د امریکا او شمالي کوریا جنګي جیټ الوتکې د نظامي تمریناتو پر مهال

شمالي کوریا دوشنبه جولای ۱۰ (چنګاښ۱۹) په متحده ایالاتو تور لګولی چې کشفي الوتکو یې د دې هیواد د هوایي حریم څخه سرغړاونه کړې او دا خبرداری یې هم ورکړی چې ښایي دا ډول الوتکې وویشتل او نسکورې شي.

د شمالي کوریا د ملي دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې چې د دې هیواد په سرکاري خبري اژانس کې خپره شوې ویل شوي چې د متحده ایالاتو دا ډول کړنې "نظامي پارونه" ده او دا یې هم ویلي چې دا کړنې د کوریا ټاپو اتومي جګړې ته نږدې کوي.

په راپور کې ویل شوي چې د متحده ایالاتو د کشفي الوتکو تر څنګ بې پیلوټه یا ډرون الوتکې هم لیدل شوي. په اعلامیې کې ویل شوي چې د کوریا ټاپو سره نږدې د امریکا په اتومي وسلو سمبال اوبتل ځای پر ځای کیدل په سیمې کې د جنجال ډیریدو سبب کیږي.

په اعلامیې کې د دفاع وزارت د ویاند له قوله چې نوم یې ندی یاد شوی ویل شوي، " هیڅ ضمانت نشته چې دا ټول حیرانونکي پیښه ونشي چې د کوریا د اوبو په ختیځه برخه کې د امریکا د هوایي ځواکونو ستراتیژیکه کشفي الوتکه ونه ویشتل شي".

په اعلامیې کې ځینو پخوانیو پیښو ته هم اشاره شوې چې شمالي کوریا د جنوبي کوریا سرحد سره نږدې د متحده ایالاتو الوتکې ویشتلي او یا یې مخه نیولې.

شمالي کوریا تر دې وړاندې هم څو ځله د کوریا ټاپو سره نږدې د متحده ایالاتو کشفي الوتکو د پروازونو په هکله شکایت کړی. په جنوبي کوریا کې میشتو امریکایي ځواکونو تر اوسه د شمالي کوریا د دې خبرداري په هکله څه ندي ویلي.

خو د جنوبي کوریا پوځ ویلي چې د شمالي کوریا لخوا د هوایي حریم سرغړاونې ادعا سمه نده او ویلي یې دي چې د متحده ایالاتو کشفي الوتکو د کوریا ټاپو په شاوخوا کې عادي کشفي ماموریتونه کړي او دا یې هم ویلي چې د خپلو متحدینو سره یو ځای شمالي کوریا له نږدې څاري.

تر دې وړاندې تیره میاشت هم امریکا د کوریا په ټاپو کې شمالي کوریا ته د قوت ښودلو لپاره د بم غورځوونکو الوتکو پرازونه کړي و چې اتومي وسلې هم لیږدولی شي. دا پروازونه څو ورځې ورسته تر هغه وشول چې د شمالي کوریا په پایتخت پیونګ یانګ کې د متحده ایالاتو پر ضد لاریونونه وشول.

که له یوې خوا شمالي کوریا خپل اتومي جبهې خانې پراخول چټک کړي، په ځواب کې یې متحده ایالاتو پدې تازه وختونو کې په جنوبي کوریا کې د اتومي وسلو ځای پر ځای کولو لپاره ګڼ شمیر اقدامات کړي چې د بي -۵۲ الوتکو دا پروازونه یې تازه نمونه ده.

متحده ایالاتو تیره میاشت په تیرو شپږو کالونو کې د لومړي ځل لپاره په سمندر کې د جنوبي کوریا اوبو ته په اتومې برښنا سمبال یو اوبتل واستاوه چې د ۱۵۰ توغندیو لیږدولو توان لري.

د The USS Michigan په نامه د دې اوبتل رسیدو څخه یوازې یوه ورځ وړاندې شمالي کوریا د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو ګډو نظامي تمریناتو پر ضد د اعتراض په توګه د توغندیو آزمایښتونه پيل کړل.

شمالي کوریا دا ډول تمرینات پدې هیواد د یرغل کولو لپاره چمتوالی بولي.