د افغانستان شمال لا هم د پولیو پاک دی، خو نویو پېښو اندېښنې راپارولي - مسؤولین

بلخ کې یو ماشوم ته د پولیو واکسین ورکولو شیبه

د بغلان روغتیايي مسؤولین وايي چې د هوا له ګرمېدو سره د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د پولیو انساني پېښې او محیطي نمونې مثبتې شوي، خو له نېکه مرغه د هېواد په شمال کې دغه ويروس نه دى ليدل شوى.


دوی وايي چې لازم تدابير يې نيولي او هڅه کوي چې ټول ماشومان واکسين کړي ترڅو دغه ويروس دلته خپور نه شي.


د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې د پولیو د ویروس خپریدو او مثبتو انساني پېښو د خلکو اندېښنې راپارولي او وېره لري چې دا ویروس په هېواد کې ریښه ونیسي.
د چارواکو په وينا، د پوليو کمپاينونو د هېواد په شمال کې د پوليو ويروس په له منځه وړلو کې ډېر مهم رول لوبولی، ځکه نو له ۲۰۲۱ کال راهيسې د هېواد په شمال کې د پوليو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.


بغلان کې د کتلوي معافیت مسؤول، ډاکټر فیصل احمدزي له امریکاغږ سره په خبرو کې وویل، د پولیو ویروس د مخنیوي په برخه کې ګڼ پلانونه لري چې په ټاکلي وخت به عملي شي.


نوموړي وویل: "مونږ په بغلان کې د کلينکونو له طريقه په وړيا توګه د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پوليو خوراکي (OPV)واکسين ورکوو، په ضمن کې، نور فرعي فعاليتونه هم لرو چې په ترڅ کې یې زمونږ ټيمونه هغو له خطره لوړو او ګرځنده (موبایل) ساحو ته لاسرسی (Outreach) مومي او دې سره ماشومانو ته انتيجنونه او OPV تطبيق کوي، سربیره پر دې، مونږ به په راتلونکو کې درې نور کمپاينونه هم ولرو."


همداراز بلخ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند، کمال خان ځدراڼ له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې دې حوزه کې د پولیو ویروس محوه کولو ته خوښ دی او زیاتوي چې د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د خلکو عامه پوهاوی ددې لامل شوی چې په دې ولایت کې نه انساني پېښه شته او نه محیطي نمونې مثبت شوي.


هغه له خلکو وغوښتل چې خپل له پنځو کلونو کم عمره ماشومان ټول واکسین کړي.
ښاغلي کمال خان زیاته کړه: "د تیرو کلونو په څېر سږکال هم مونږ په بلخ ولایت کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه لرو او دلیل یې هم دا ده چې مونږ په ټولو ساحو کې کور په کور کمپاین کوو."


روغتیاپاله زهره علیزاده بیا وايي چې د پولیو ورستیو پرله پسې پېښو ته په کتو سره دا ویروس په سیمه کې په چټکۍ خپرېږي، نو اړینه ده چې ډېر کمپاینونه ترسره شي او ټولې ښکېلې ډلې یې د مخنیوي لپاره هڅې وکړي او باید د منکرو کورنیو د رضایت لپاره هم د هرې ممکنې لارې کار واخیستل شي.


نومړې امریکا غږ ته وویل: "پولیو په ډېرې اسانۍ سره له یو ماشوم څخه بل ته لیږدول کیږي، نو مسؤولین باید د هېوادوالو د ژوند د ژغورلو لپاره هره میاشت کمپاینونه ترسره کړي، او د دې ترڅنګ رضاکاران هم باید ماشومانو ته واکسین کور په کور ورسوي او هغوی پر وخت واکسین وکړي."


د يادونې وړ ده، چې د هېواد په درویشتو ولايتونو کې د پوليو پر وړاندې د واکسين کمپاين پيل شوى او د طالبانو د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې به اته ميليونه ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي.