د ناروې د کډوالو د شورا رئیس یان ایګلنډ وايي، چې افغانستان کې لا هم بشري وضعیت د ګواښونو سره مخ دی، خو ددې سره سره ددغې موسسې نارینه او ښځینه کارکوونکو په دغه هیواد کې ښځو او سړیو ته مخامخ مرستې رسولې دي.
یان ایګلنډ د چهارشنبې په ورځ سپتمبر۱۳ (وږي۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د زیاتو ستونزو سره سره د ناروې د کډوالو شورا د خپلو پروژو له لارې افغانستان کې خلکو ته اساسي مرستې رسولي دي.
ښاغلي ایګلنډ ویلي: "د زیاتو ستونزو سره سره د ناروې د کډوالو شورا د خپلو پروژو له لارې خلکو ته اساسي مرستې رسولي، خو د مرستې رسونې ټیمونه مخ په زیاتیدونکي ډول د بودیجې د کمبود سره مخ دي. مونږ د بشري حقونو اوب شري اصولو څخه د ملاتړ لپاره کابل ته د لا نورو بهرنیو دپلوماتانو ستنیدلو ته اړتیا لرو ".
د ناروې د کډوالو د شورا رئیس د چهارشنبې په ورځ افغانستان سره د مرسته کوونکو موسسو د لوړپوړو چارواکو د یوغونډې د جوړیدو او په دغه هیواد کې د مرستې رسونې په بهیر د بحث یادونه هم کړې، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
همداشان یان ایګلنډ، افغانانو سره د بشري اضطراري مرستو ترڅنګ د مرسته کوونکو ادارو له خوا د انکشافي پروژو په بیا پیلیدو ټینګار کړی او ویلي دي، چې یوازې اضطراري بشري مرستې د افغانانو اوږدې مودې اړتیاوې نشي پوره کولی.
ښاغلي ایګلنډ ویلي: "مرسته کوونکي د انکشافي مرستو د بیرته پیلیدو له لارې باید دوامداره مرستې برابرې کړي. افغانان د بل هر وخت څخه زیات د نړیوالې ټولنې ډله ییزې ښکیلتیا ته اړتیا لري".
NRC projects are delivering principled aid in spite of adversity, but aid groups are increasingly underfunded. We need more foreign diplomats to return to Kabul and help fight for human rights and humanitarian principles.
— Jan Egeland (@NRC_Egeland) September 13, 2023
د ناروې د کډوالو شورا رئیس وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت د مرستې رسونې په ادارو کې د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه د روان کال د مۍ په وروستیو کې یې افغانستان ته د سفر په ترڅ کې په دې مسله په کندهار کې د طالبانو له سیمه ییزو چارواکو سره خبرې کړې وې.
ښاغلي ایګلنډ د مۍ ۲۴ (غوايي ۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي و، چې په مرستندویه موسسو کې د افغان ښځو پر کار تر پنځو میاشتو بندیز وروسته، نوموړي په کندهار کې د طالب مشرانو څخه اړمنو افغانانو ته د بشري مرستې د رسولو په موخه، د ناروې د کډوالو په شورا کې د ښځينه کارکوونکو د کار د بیا پیل لپاره دمهال ويش غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي و، چې يوازې ښځې کولاى شي ښځو ته لاسرسي ولري او دغه اداره به يوازې د نارينه کارکوونکو په مرسته فعاليت ونه کړي.
ښاغلي ایګلنډ ویلي و: "په کندهار کې د طالبانو مشرانو ويلي هغه لارښوونې چې ښځو ته اجازه ورکوي چې کار ته راستانه شي او د نجونو زده کړې بېرته پيل کړي، نږدې بشپړ شوي دي. موږ پدې برخه کې د ژر تر ژره پرمختګ غوښتونکې یوو، ځکه چې وخت په تېرېدو دی، لګښتونه او بودیجه راټېټه شوې او د خلکو کړاوونه مخ په زیاتېدو دي."
د ناروې کډوالو د شورا مشر وايي، د طالبانو مشران استدلال کوي چې د نړیوال ماليسیسټم څخه د افغانستان ایستل، د پراختیايي مرستو بندول، د حکومت په رسمیت نه پیژندل او د افغانستان د بهرنیو شتمنیو کنګل کول د اقتصادي کړکیچ لامل شوي دي.
خو افغانستان ته د ناروې د کډوالو د شورا د رئیس د سفر وروسته کندهار کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز پریکړه بیرته عملي کړه.
د ناروې د کډوالو د شورا رئیس افغانانو سره د اضطراري بشري مرستو ترڅنګ د انکشافي پروژو د پیلولو لپاره د نړيوالې ټولنې څخه د پیسو د برابرولو َغوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" وايي په دغه هیواد کې د خپلو بشري مرستو د پروژو د تمویل لپاره د پیسو د سخت کمبود سره مخ ده.
همداشان د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د پیښیدو د مخنیوي لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو دغه پروګرام د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام اوس مهال په میاشت کې یوازې درې میلیونو مرستو ته اړو کسانو سره مرسته کولی شي
د خوړو د نړیوال پروګرام "ډبلیو ایف پي" د افغانستان د دفتر مشره شا و وې لي وايي، چې په افغانستان کې د ژمي د موسم د پیلیدو دمخه هغو کورنیو سره د مرستو د چمتو کولو لپاره وخت په چټکۍ سره مخ په خلاصیدو دی، چې د مالي منابعو د کمبود له امله دا پروګرام ورسره اوس مهال مرسته نشي کولی او د راروان ژمي په موسم کې به یې د وارو د اورښت له امله د هغوی سیمو له لارې بندې شي.
د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر"ډبلیو ایف پي" د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د میرمن شا و وې لي، یو لنډ ویډیوي پیغام خپور کړی، چې په کې هغې د لوږې او سخت ژمي له امله د هغو سمیو څخه د کورنیو د کډه کیدو د اړتیا یادونه کړې، چې په ژمي کې به ورته لازمې مرستې ونه رسیږي.
میرمن شا و وې لي ویلي: "ډیر کسان به د سخت ژمي، چې د هغوي ټول کلی د مرستو د ترلاسه کولو له بهیرڅخه د وارو د پریوتو له امله پرې شي خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شي ترټولو زیات چې د ستونزو سره به مخ شي ښځې او ماشومان دي ".
د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشره وايي، چې په افغانستان کې د څلویښت کلنو څخه د زیاتې مودې جګړې او ناسم اقتصادي وضعیت او د اقلیم بحران د افغانانو ژوند لا تریخ کړی دی.
هغې ویلي: "د دغې کسیې له سره د لیکلو لپاره لا هم د فرصت یوه کوچنۍ کړکۍ شته دی. ډبلیو ایف پي افغانستان کې ۲۱ میلیونو وګړو لپاره چې نه پوهیږي راتلونکي خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري ".
په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره سم نړیوالې ټولنې دغه هیواد سره خپلې بشري مرستې ډیرې کمې کړې او د انکشافي پروژو د تمویل لپاره خپلې ټولې مرستې بندې کړې، چې ورسره دغه هیواد د اقتصادي بحران سره مخ شو.
که څه هم نړیوالې ټولنې په ځینو برخو کې خپلې مرستې بیرته پیل کړي دي خو اکثره دا مرستې د بشري اضطراري مرستو په بڼه ترسره کیږي او د افغانستان بانک شاوخوا لس میلیارده ډالره شتمني لا هم د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت له خوا کنګل شوې ده.