د ناروې کډوالو شورا پر افغانستان او ایران باندې د روانې وچکالۍ د ناوړو اغیزو خبرداری ورکړی

د اوبو ستونزه

د ناروې د کډوالو د شورا عمومي منشي وايي، چې په افغانستان او ایران کې اوږدې او زیان لرونکي وچکالۍ د ټولې سیمې ثبات لپاره یو جدي ګواښ را ولاړ کړی دی.

د ناروې د ګډوالو د شورا عمومي منشي ین اګلنډ ویلي، چې دغې روانې وچکالۍ د ایران او افغانستان ترمنځ د خلکو بې ځایه کیدو ګواښ زیات کړی دی.

ښاغلي اګلنډ ویلي: "د اوږدې مودې حل لارې د مرستو، پانګونې د اوبو د مدیریت ښه کیدل او د معیشت بدلون پورې تړاو لري".

د ناروې د کډوالو د شورا دغه چارواکي ویلي، چې په زرګونو افغانان، چې له وړاندې کډه کولو ته اړ شوي د یو جدي ګواښ سره مخ دي، خو ښاغلي اګلنډ ویلي، چې که په وخت اقدام وشي د وضعیت د خرابیدو مخه نیول کیدلی شي

د ناروې د کډوالو د شورا عمومي رئیس ویلي: "ډیر نور کیدای شي د اروپا او نورو ځایونو په لور د خطر څخه ډک سفر ته مخه کړي".

د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ د شمیر له مخې اوس مهال ۹.۲ میلیونه افغانان په نړۍ کې په جبري ډول له خپلو مینو بې ځایه شوي او بهر ته تللی دي.

ددې ادارې د معلوماتو پر اساس ددغه شمیر شاوخوا ۵.۶ میلیونه افغانان د پناه اخیستنی د ورته حالت سره مخ دي او ۳.۲۵ میلیونه دننه په کور کې بې ځایه شوي دي.

جنګ، بیکاري، ښه ژوند ته د رسیدلو لټه او د طالبان د غچ اخیستلو څخه فرار په هغو عواملو کې شمیرل کیږي، چې افغانان خپل هیواد پریښودلو ته اړباسي.

د شمیرنو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته زیات شمیر افغانان ایران او پاکستان ته کډه شوي دي.

په ایران کې میشت د افغان کډوالو د خیر ښیګڼې د چارو د یوې ادارې مشره آصفه ستانکزۍ امریکا غږ ته ویلي و، چې په افغانستان کې ۲۰۲۱ کال د اګسټ د میاشتې د نظام د بدلون وروسته په سلګونو زره افغانان له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه شوي دي.

میرمن ستانکزۍ وویل: "ددغو مهاجرتونو په عواملو کې اقتصادي، فرهنګي، امنیتي او سیاسي عوامل ډیر شامل دي. همداشان پر ښځو باندې لګیدلي بندیزونه ددغو مهاجرتونو یو بل عامل دی".

میرمن ستانکزۍ وویل، چې اکثره افغانان چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته له افغانستان څخه ګاونډیو هیوادونو ته تللي هدف یې په دغو هیوادونو کې اوسیدل نه دې بلکې غواړي، چې په دغو هیوادونو کې په موقت ډول و اوسیږي.

میرمن ستانکزۍ وايي، چې هغه شمیر افغانان، چې اوس مهال له افغانستان څخه ګاونډیو هیوادونو ته ورځي هڅه کوي، چې اروپا، امریکا او یا هم کاناډا ته ځانونه ورسوي.

د ناروې د کډوالو د شورا عمومي منشي ین اګلنډ هم ویلي، چې اوس مهال په ایران کې ۴.۵ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

ښاغلي اګلنډ د وچکالۍ څخه د زیږدیدلو ګواښونو په اړه دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی، چې د طالبانو د حکومت د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې شپږم هیواد دی، چې د اقلیم د ناوړه اغیزو سره مخ دی.

د طالبانو د حکومت د چاپیریال ساتنې ادارې سرپرست حافظ عزیزالرحمان د اګست شپږم (زمري ۱۵) ددغې ادارې د څو نورو چارواکو سره په کابل کې یو ګډ خبري کنفرانس ته وویل، چې افغانستان د اقلیم په بدلون کې ډیره کمه ونډه لري خو د اقلیم د بدلون اغیزې پرې خورا زیاتې دي.

حافظ عزیزالرحمان وویل: "په داسې حال کې، چې مونږ د اقلیم په بدلون کې په ډیره کمه اندازه ونډه لرو، سیلابونه وچکالي د ځنګلونو اوراخیستل او توپانونه د اقلیم د بدلون له اغیزو له بیلګو څخه دي، چې مونږ او تاسو یې شاهدان یو".

ددې دمخه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې په وروستیو کلنو کې افغانستان ته د اقلیم د بدلون له امله د دوو میلیاردو ډالرو په اندازه زیان رسیدلی دی.