آیا ټرمپ د جمهور رئیس کیدو په صورت کې خپل ځان بخښلی شي؟

په ټرمپ ایالتي او فدرالي تورونه دي او د جمهور رئیس په توګه یوازې په فدرالي تورونو کې ځان معاف کولی شي.

د متحده ایالاتو مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چې په څلورو قضیو کې په رسمي توګه تورن دی په تازه مرکې کې یې دا امکان ندی رکړی چې د دویم ځل جمهور رئیس کیدو په صورت کې به پدې قضیو کې ځان معاف کړي.

ښاغلی ټرمپ د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند لخوا یو کاندید دی او تر دې دمه د خپل ګوند د ټولو کاندیدانو څخه مخکښ دی.

ټرمپ یکشنبه سپټمبر ۱۷ (وږي۲۶) د ان بي سي تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې هم کله چې د سپینې ماڼۍ څخه تلو، پریکړه یې کړې وه چې د وخت څخه وړاندې خپل ځان معاف نکړي خو په راتلونکو انتخاباتو کې د کامیابیدو په صورت کې یې دا احتمال رد نکړ.

د امریکا دې پخواني جمهور رئیس په مرکې کې وویل چې د واک په لومړنیو شپو ورځو کې همکارانو ورته د ځان معاف کولو په هکله یو ډول او بل ډول سلا مشورې ورکړې وې خو وایي پدې هکله قاطع پریکړې ته ورسید.

هغه وویل، " اجازه راکړئ درته ووایم، وروستی څه چې زه به یې وکړم، د خپل ځان معاف کول دي".

په ډونالډ ټرمپ ۴۴ فدرالي تورونه دي چې هغه پکې ځان معاف کولی شي خو په ۴۷ ایالتي تورونو هم تورن دی چې آن د جمهور رئیس کیدو په صورت کې ځان ترې نشي معاف کولی.

ټرمپ چې تل یې پرې لګیدلي تورونه رد کړي او ځان بې ګناه بولي پدې مرکې ویلي، " ما څه غلط کړي؟ ما هیڅ کوم غلط کار ندی کړی. پدې خاطر چې ما انتخابات چیلنج کړي و، هغوي غواړي ما په زندان کې واچوي".

دا مخکنی جمهور رئیس چې ۷۷ کاله عمر لري وایي لدې ویره نلري چې د ځینو تورونو له کبله به مجرم وبلل شي او څو کاله به بندي شي.

ټاکل شوې چې د ډونالډ ټرمپ درې محاکمې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال په لومړنیو شپږو میاشتو پداسې مهال پیل شي چې د جمهوري ریاست انتخاباتو لپآره به مبارزې په جدي توګه روانې وي.

سره لدې چې د قانوني موضوعاتو له کبله په متحده ایالاتو کې د قضیو اوریدل ځیني وخت د ځنډ سبب کیږي، خو که هر څه د مهال ویش سره سم پر مخ ولاړ شي، ښایي د ټرمپ د یوې قضیه محاکمه په راتلونکو څو اوونیو کې پیل شي.

ټرمپ دا هم وویل چې د زنداني کیدو په هکله فکر نکوي.

هغه زیاته کړه، " فکر کوم زه بل ډول جوړ شوی یم. ځکه ډیر خلک ما ته راځي او راته وایي ، دا دې څنګه وکړل او ته یې څنګه کوې. زه پدې هکله آن فکر نکوم".

مخکني جمهور رئیس وړاندې وویل، " زه خوب کوم ځکه زه احساس کوم چې په آخر کې به یې مونږ وګټو".

د متحدو ایالتونو د فدرال یوې قاضۍ تانیا چوتکان د ۲۰۲۴ د مارچ څلورمه د امریکا د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د محاکمې نېټه وټاکله. په هغه تور دی، چې د ۲۰۲۰ د انتخاباتو د نتایجو بدلولو لپاره یې توطیه جوړه کړې وه.

څارنوالانو غوښتل چې د ټرمپ محاکمه د بل کال د جنورۍ په دویمه نېټه پيل شي. منصفه پلاوي د ډسمبر میاشت وړاندیز کړې و او د ټرمپ مدافع وکیلانو بیا له راتلونکو انتخاباتو وروسته د ۲۰۲۶ کال د اپریل میاشت پېشنهاد کړې وه.

خو قاضۍ د تیرې اګست میاشتې په ۲۸ مې نیټې په یوې استماعیه غونډې کې ټولې غوښتنې له پامه وغورځولې او نوې نېټه یې اعلان کړه.