د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ یکشنبه جنوري ۱۹ ( مرغومي ۳۰) خبرداری ورکړ چې د افغانستان سره د مرستو کمول به پدې هیواد کې د افغان میرمنو او نجونو سره د مرستو چارو لپاره تر ټولو ستر ګواښ وي.
ښاغلي ایګلنډ د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان د دویم ځل لپاره واک ته رسیدلي، څو ځله یې د وضعیت ازیابۍ کولو لپاره افغانستان ته سفر کړی. هغه وویل چې د بشري خیریه او غیر دولتي مؤسسو سره د مرستو کمیدو تر تولو غټ زیان په افغانستان کې میرمنو او نجونو ته رسیږي.
یان ایګلنډ زیاته کړه، " مونږ وینو چې په تیرو دوو کالونو کې خیریه مؤسسې یو په بل پسې پروګرامونه او کار کوونکي کموي. د افغان میرمنو لپاره د مرستو پروګرامونو ته تر ټولو ستر خطر د مالي مرستو کمیدل دي. د افغان میرمنو د خیر ښیګڼې لپاره تر ټولو ستر خطر د تعلیم نشتوالی دی".
د ناروي د کډوالو شورا په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د ۷۷۲ زره ۴۸۴ کسانو سره خیریه مرستې کړې وې پداسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې بیا دې ادارې د ۴۹۱ زرو او ۴۳۵ او تیر کال یې بیا یوازې د ۲۱۶ زرو ۵۰۱ کسانو سره خیریه مرستې کړي چې نیمایي یې میرمنې وې.
د دې شورا مشر د هرات په ولایت کې د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکې کې وویل چې د نړۍ مشرانو افغان میرمنو او نجونو ته ویلي و چې دوي به نه هیروي او زیاته یې کړه چې "اوس مونږ آن دا نشو کولی چې د کونډو او میندو لپاره پروګرامونو ته مالي مرستې برابرې کړو".
ښاغلي ایګلنډ وړاندې وویل چې د طالبانو سره په بحثونو کې یې د افغان میرمنو او نجونو لپاره د تعلیمي ادارو په پرانیستلو ټینګار کړی خو زیاتوي چې طالبان وایي د اوس لپاره شرایط برابر ندي.
یان ایګلنډ په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو پر زده کړو بندیز باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې له زده کړو ډیرې محرومو شویو نجونو د زده کړو د دوام پرځای د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.