له ایران څخه د اجباري ستنیدونکو افغانانو شمیر ۴۰٪ کم شوی - آی او ایم

د ملګروملتونو د راپورونو له مخې سږکال له ایران او پاکستان څخه وطن ته د ستنیدونکو افغانانو شمیر راکم شوی دی.

د مهاجرت نړیواله اداره " آی او ایم" وايي، چې په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې د تیر کال پرتله له ایران څخه افغانستان ته په اجباري ډول د ستنیدونکو افغان کډوالو شمیر کې ۴۰ فیصده کموالی راغلی.

د مهاجرت نړیوالې ادارې " آی او ایم" په یوه تازه راپور کې، چې تیره چهارشنبه ( تلې ۱۰ مه) یې خپور کړی، ویلي،چې په تیرو نهو میاشتو کې څه باندې درې سوه ۴۵ زره او ۲۸۹ افغانان له ایران څخه خپل وطن ته ستانه شوي، چې د دغې ډلې یو سل او څلور نوي زره او ۴۰۳ تنه یې له دغه هیواد څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

د مهاجرت نړیواله اداره وايي، د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې تر ۳۳۷ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته شړل شوي وو.

خو د دغې ادارې د شمیرنو له مخې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې دوه سوه ۵ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

ایراني پولیس هغه شمیر افغانان، چې په دغه هیواد کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلري، نیسي او بیا یې افغانستان ته شړي.

د " آی او ایم" ادارارې په دغه راپور کې ویلي، چې څه باندې یوسل او پنځوس زره نور افغانان په تیرو نهو میاشتو کې په تدریجي ډول له ایران څخه افغانستان ته تللي دي.

همداشان " آی او ایم" وايي، چې په تیرو نهو میاشتو کې یوازې شپاړس زره ۳۹۷ افغانان له پاکستان څخه خپل وطن ته تللي دي.

" آی او ایم" د راپور له مخې د دغه شمیر شاوخوا دوه نیم زره یې افغانستان ته شړل شوي او پاتې نور په خپله خوښه وطن ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو د راپور له مخې دا مهال په ایران کې نهه نیم میلیونه افغانان د مهاجرت په قانوني اسنادو او شپږ سوه زره نور پر افغان پاسپورټونو د ایران د اوسیدانې د اوږدو مودې پر ویزو په دغه هیواد کې اوسیږي.

خو د دغه شمیر سربیره شاوخوا یو نیم میلیون نور افغانان په ایران کې د قانوني اسنادو پرته اوسیږي.

همداشان ۱.۳ میلیونه افغانان د مهاجرت پر اسنادو او ۱.۱ میلیون نور د قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې اوسیږي .

د مهاجرت نړیواله اداره" آی او ایم" وايي، چې د قانوني اسنادو نلرونکو افغانانو له ډلې پنځه سوو او نهه څلویښت زرو یې د پاکستان د حکومت له خوا د اوسیدانې کارتونه ترلاسه کړي دي.