بارک اوباما د امریکا راتلونکو ټاکنو کې د جوبایډن ننګه وکړه

کله چې اوباما د امریکا ولسمشر و، جوبایډن یې مرستیال و.

د امریکا مخکني ولسمشر بارک اوباما د امریکا د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د جوبایډن ملا وتړله.

اوباما او بایډن دواړه د دموکرات ګوند غړي دي. کله چې اوباما د امریکا ولسمشر و، جوبایډن یې مرستیال و.

ښاغلي اوباما چې تر دې دمه یې په ښکاره د هېڅ یو دموکرات ګاندید ننګه نه وه کړې، د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۴(وري۲۶) په خپل ټویټر کې ولیکل: " زه باور لرم چې جوبایډن د یو ولسمشر ټولې ځانګړتیاوې لري. دا زما تر ټولو ښه پرېکړه وه چې هغه مې د خپل مرستیال په توګه غوره کړی و."

دا په داسې حال کې دي چې تېره ورځ د دموکرات ګوند بل مخکښ غړي برني‌سندرز هم د ښاغلي بایډن ننګه وکړه. برني سندرز د دموکرات ګوند په مقدماتي‌ انتخاباتو کې یو مخکښ نوماند و چې بیا له نوماندۍ لاس په سر شو.

داسې ښکاري چې جوبایډن به د روان کال د نومبر د درېیمې نېټې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له اوسني ولسمشر دونالډ ټرمپ سره رقابت کوي.

بارک اوباما چې دوه دورې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر و، په خلکو کې محبوبیت لري. له جوبایډن څخه د هغه ملاتړ له شک پرته چې په دموکراتانو کې به د ښاغلي بایډن ملا نوره هم وتړي.