اوباما پر اسلام برید پر ټولو ادیانو برید وباله

ښاغلي اوباما، په خپلو خبرو کې څو ځایه د قران ایاتونو او د مسلمانانو د پیغمبر د حدیثونو په اساس، اسلام د سولې ورورولۍ او یوالي دین وباله.

ولسمشر اوباما د خپل جمهوري ریاست په نژدې اته کلنې دورې کې په لومړي ځل د چهارشنبې په ورځ په امریکا کې یو جومات ته ولاړ.

ښاغلي اوباما د بالتیمور په اسلامي مرکز کې د امریکايي مسلمانانو استازو ته په وینا کې تر ډېره په مذهبي ازادۍ، د مذهبونو ترمنځ د پیوستون او د هغو ډلو ټپلو پر ضد مبارزې باندې خبرې وکړې، چې د مذهب په نامه انسانان وژني.

نوموړي هغه ترهګرې ډلې په سختو ټکو وغندلې چې د اسلام او د خدای له نوم څخه ناوړه استفاده کوي، بې ګناه مسلمانان او انسانان وژني.

ښاغلي اوباما په دغه برخه کې د داعش او القاعدې نوم یاد کړ او پر مسلمانانو یې غږ وکړ چې د دغو ډلو سره کلکه مبارزه وکړي.

هغه وویل "موږ له ترهګرو خپل هېواد ساتو، خو باید په دغه برخه کې ښکاره خبره وکړو. داعش نه د اسلام او نه هم د مسلمانانو استازیتوب او دفاع کوي، دوی بې ګناه مسلمانان، ښځې او ماشومان وژني."

غښتلي هېوادپاله

ولسمشر اوباما په خپلو خبرو کې په وار وار مسلمان امریکایان وهڅول چې په ټولنې کې رغنده ونډه ولوبوي او څو څو ځلې یې وویل چې مسلمانان د امریکا مهمه برخه جوړوي.

هغه د سوک وهونکي امریکايي مسلمان محمد علي په ګډون د یو شمېر نورو امریکايي مسلمانانو نومونه یاد کړل چې د امریکا لپاره یې نړیوال ویاړونه ګټلي دي.

ښاغلي اوباما وویل چې د راتلونکي المپیک په لوبو کې به یوه امریکایي پیغله په حجاب کې په سیالیو کې گډون وکړي او پر دغې لوبغاړې یې چې په اسلامي مرکز کې ناسته وه غږ وکړ چې هیواد ته د سرو زرو مدال راوړي.

ولسمشر اوباما وویل "مسلمان امریکایان زموږ امنیت ساتي، هغوی پولیس دي، زموږ په استخباراتو کې دي او د نورو امریکايانو تر څنګ زموږ د ملي امنیت لپاره خپلې وینې تویوي. د امریکا مسلمانان غښتلي او هېوادپاله دي."

ښاغلي اوباما، په خپلو خبرو کې څو ځایه د قران ایاتونو او د مسلمانانو د پیغمبر د حدیثونو په اساس، اسلام د سولې ورورولۍ او یوالي دین وباله.

د مسلمانانو ضد څرګندونې

امریکايي ولسمشر په خپلو خبرو کې د مسلمانانو پر ضد خبرو او څرګندونو ته په اشارې وویل" د مسلمانانو پر ضد څرګندونې د بخښلو نه دي، پر یو دین او مذهب برید پر ټولو ادیانو برید دی. مسیحیان، یهودیان او مسلمانان له مذهبي پلوه د یو ابراهیم اولاده دي. "

که څه هم ښاغلي اوباما په ښکاره د کوم کس نوم یاد نکړ، خو په دې وروستیو کې د امریکا د جمهوري ریاست یو کاندید ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې باید امریکا ته د مسلمانانو پر راتګ بندیزو ولګول شي.

ښاغلي اوباما د پاریس او د کلیفرونیا د سن برناردنیو بریدونو هم اشاره وکړه چې ځینو اورپکو مسلمانانو په کې بې ګناه خلک ووژل، هغه وویل دا هم د ټولنې یو حقیقت دی چې په خبره یې باید په ضد يې مبارزه وشي.

پاتې دې نه وي چې ولسمشر اوباما تر دې وړاندې په قاهره او جاګرتا کې هم د مسلمانانو جوماتونو ته تللی و.