اوچا: مرستو ته د اړو افغانانو شمېر دوه چنده شوی

ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پنځه سوه پنځوس زرو څخه زیات افغانان د جګړو او وچکالۍ له امله بې ځایه شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" په خپل یو تازه راپور کې، چې نن د جمعې په ورځ (لیندۍ ۱۶ مه) خپور کړی، په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي، چې د ۱۸ کلنې دوامدارې جګړې څخه زېږېدلو ناخوالو، چې د کمېدو هېڅ څرک یې نه لګېږي، سربېره روانې وچکالۍ د افغانانو ستونزې نورې هم زیاتې کړي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دغه راپور کې ویلي، سږکال جګړو او وچکالۍ شاوخوا پنځه نیم سوه زره افغانان له خپلو مېنو بې ځایه کړي، چې د دې شمېر سربېره ۳.۳ میلیونه نور افغانان د خوړو د مصونیت د ګواښ سره مخ دي.

دا راپور وایي " نن ۶.۳ میلیونه خلک یو ډول بشري مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري، په دې شمېر کې ۳.۷ میلیونه هغه خلک هم شامل دي، چې په جدي ډول مرستو ته ډېره زیاته اړتیا لري، د تاوتریخوالي، په زور له خپلو مېنو بې‌ځایه کېدو، د ژوند د تېرولو اساسي امکاناتو له لاسه ورکولو او اساسي خدمتونو ته د محدود لاس رسي له امله د ستونزو سره مخ دي".

  • دوامداره جګړه کې ښکېل ملکیان

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" وايي، د افغانستان په ډېرو برخو کې روانه جګړه، چې په کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو او په ډېره بې رحمانه ډول د چاودېدونکو توکو (ماینونو) کارول شامل دي، په ډېره لوړه کچه خلکو ته فزیکي او روحي زیانونه اړوي.

دا راپور وايي په ۲۰۱۸ کال کې تر اوسه په افغانستان کې ۹۸ ځانمرګي بریدونه شوي دي، چې دا پنځم کال دی، چې په دغه هېواد کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې کچه له لس زرو اوړي.

اوچا: ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې ۹۸ ځانمرګي شوي

دا راپور وايي" د دې سربېره په سیستماتیک ډول له نړیوالو بشري قوانینو او نړیوالو بشري حقونو څخه سرغړونه دوام لري، چې په عمده ډول د غیر دولتي وسله والو ډلو له خوا پر روغتیایي او تعلیمي مرکزونو باندې د بریدونو او هدفي وژنو او په زور د جګړې په لیکو کې د ماشومانو ګمارل په کې شامل دي ترسره کېږي".

د " اوچا" د اټکل له مخې د جګړو د دوام له امله به په ۲۰۱۹ کال کې ۲۵۰۰۰۰ افغانان عاجلو روغتیایي درملنې ته اړتیا ولري.

" اوچا" وايي، دا په داسې حال کې ده، چې ۱.۸ میلیونه افغانان هغو ساحو کې، چې د ناچاودېدلو چاودېدونکو توکو څخه د یو کیلو متر په فاصله کې پرتې دي ژوند کوي.

دا اداره وایي، دا سیمې د دغو ګواښوونکو توکو څخه پاکېدو ته اړتیا لري.

  • په زور کډه کېدو ته اړکېدل

" اوچا" په دغه راپور کې په افغانستان کې سیاسي بې ثباتۍ، طبیعي ناورینونو، د خوړو نه مصونیت، لوږه په هغو عواملو کې شمېرلي، چې په هېواد کې دننه د افغانانو د کډه کېدو سبب ګرځي.

دا راپور وايي، تراوسه«لیندۍ ۱۶ مه» په روان ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې ۵۵۰۰۰۰ خلک د جګړو او وچکالۍ له امله له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي او شااوخوا ۷۷۳۰۰۰افغانان له ایران او پاکستان څخه خپل وطن ته ورستانه شوي دي.

  • طبیعي پېښې

دا راپور وايي وچکالۍ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د افغانستان له دریو برخو څخه له دوو څخه په زیاتو برخو اغېزه کړې ده، چې له امله یې څلور میلیونو خلکو ډېر زیات زیان لیدلی، چې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

" اوچا" وايي، د خوړو په برخه کې د نه مصونیت کچه د تېر کال پرتله ۷۴ فیصده لوړه تللې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي اټکل دا دی، چې ۱۵۰۰۰۰کسان به طبیعي پېښو څخه د زیان له امله مرستو ته اړتیا ولري.

  • اساسي خدمتونو ته لاس رسی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، جګړه، په لویه کچه له یو ځای څخه بل ځای ته د خلکو حرکت او په محدود ډول د ژوند د تېرولو امکاناتو موجودیت هغه څه دي، چې اساسي خدمتونو او په ځانګړي ډول روغتیايي او خدمتونو او د پوهنې ته د خلکو لاس رسی محدودوي.

دا اداره وايي په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د یو شمېر روغتیايي مرکزونو د بندېدلو له امله په روغتیايي مرکزونو کې ۴۰۰۰ ساعته روغتیايي خدمتونه نه دي وړاندې شوي او هم ۳۳۵۰۰۰ ناروغانو سره د مشورې غونډې نه دي جوړې شوي.

" اوچا" په دغه راپور کې راروان ۲۰۱۹ میلادي کال په اړه هم ډېره هیله مندي نه ده ښودلې.