اوچا: کونړ کې د توغندیو بریدونو سلګونه کسان بې ځایه کړي

د کونړ ولایتي چارواکي وايي، د پاکستان د پوځ د توغندیو د بریدونو له امله په دغه ولایت کې شپږ ښوونځي هم تړل شوي

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې " اوچا" دفتر د تیرې اونۍ په یو راپور کې چې د سه شنبې په ورځ یې خپورکړی، د خپلو همکارو ادارو د رپوټونو له مخې ویلي، د کونړ په ولایت کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د توغندیو د بریدونو له امله شاوخوا درې زره کسان د دانګام له ولسوالۍ نورو سیمو ته کډه کړې ده.

د " اوچا" په راپور کې ویل شوي، چې د دغو بې ځایه شوو کورنیو زیات شمیر یې د دانګام ولسوالۍ مرکز ته کډه شوي او یو شمیر نور بیا د بر کونړ او شیګل ولسوالیو ته کډه کړې ده.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې " اوچا" په دې راپور کې ویلي " دغو کورنیو له خپلو مینو د تیښتې پر وخت ډیر لږ وسایل له ځان سره اخیستي او د دې لپاره چې توغندیو بریدونه لا روان دي، هغوی خپلو مینو ته هم بیرته نه دي ستانه شوي".

" اوچا" په خپل راپور کې یوازې د کونړ ولایت د دانګام د ولسوالۍ د بې ځایه شوو کورنیو په اړه رپوټ ورکړی، خو د دکونړ ولایت چارواکي وايي، چې په تیر یو کال کې د دانګام ولسوالۍ سربیره د سرکاڼو، شلتن، ناړۍ او مرورې ولسوالیوڅخه شاوخوا نهه سوه کورنۍ د سرحد د هغې غاړې څخه پر دغو ولسوالیو د توغندیو د بریدونو له امله بې ځایه شوي دي.

د کونړ ولایتي چارواکي وايي، دغو بریدونوله امله په یو شمیر سرحدي ولسوالیو کې شپږ ښوونځي هم ټړل شوي دي.

افغان حکومت د کونړ پر سرحدي ولسوالیو د پاکستان له اړخه د توغندیو د بریدونو د دوام له امله د دوشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان شاردافیر د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتی وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان خلک او دولت د پاکستان دغه عمل په سختو ټکو غندي او دا کړنې له نړیوالو معیارونو څخه د پاکستان جدي سرغړونه ګڼي.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې د ډیورنډ کرښه د " فرضې" کرښې په توګه یاده شوې.

پاکستان حکومت، د افغان حکومت له خوا د سرحد په اوږدو کې د توغندیو د بریدونو په تړاو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته د خپل لوړپوړې دیپلومات د احضارړلو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلې.

خو د دغه هیواد پوځي چارواکو د افغانستان پر سرحدي سیمو د توغندیو د بریدونو د ادعاو په اړه ویلي وو، چې پاکستان پوځ پر هغو سیمو توغندې ویشتلي وو، چې پر وینا یې " تروریستان" ورڅخه د پاکستان پر پوځي اډو د بریدونو لپاره کار اخلي.